صدر مملکت آصف علي زرداري د جاپان وړومبۍ ټاكلې شوې مېرمن وزيراعظمې سنائے تاکائچۍ له مباركي وركړه

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سنائے تاکائچۍ له د جاپان په وړومبنۍ مېرمن وزيراعظمه ټاكلې كېدو مباركي وركړې او د هغوي په مشرۍ كښې ېې د جاپان لا پرمختګ او سوكالۍ او د پاكستان او جاپان د دوستۍ اړيكو استحكام لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سنائے تاکائچۍ له د جاپان په وړومبنۍ مېرمن وزيراعظمه ټاكلې كېدو مباركي وركړې او د هغوي په مشرۍ كښې ېې د جاپان لا پرمختګ او سوكالۍ او د پاكستان او جاپان د دوستۍ اړيكو استحكام لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل د سنائے تاکائچۍ انتخاب د جاپان په سياسي تاريخ كښې سنګ ميل دے۔ ده ووېيل دا په جاپان كښې د جمهوري روايات او د صنفي مساوات د ودې څرګندونه ده۔ صدر مملکت ووئيل د جاپان وړومبۍ مېرمن وزيراعظم ټاكې كېدو سره تاريخ رقم كړے٬ پاكستان نزدې څلور لسيزې وړاندې شهيد بينظير بھټو په اسلامي نړۍ كښې وړومبۍ مېرمن وزيراعظمه ټاكلې وه۔ صدر آصف علي زرداري وزيراعظم سنائے تاکائچۍ په مشرۍ كښې د جاپان لا پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او هيله يې ولرله چې د پاكستان او جاپان اړيكې به لا مستحكمې شي۔

مزید خبریں