اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي د زېتون صنعت پاكستان لپاره د سوكالۍ او زرعي خود كفالت نوې لارې پرانستلې شي۔ د نهې په ورځ پاکستان اولیو سمټ 2.0 ته خطاب كښې هغه ووئيل پاکستان د زېتون په پېداوار كښې په خپلو پښو د اودرېدو صلاحيت لري او دې فصل سره به كليوال معيشت مضبوط شي۔ وفاقي وزير ووئيل …
زيتون د پاكستان معيشت لپاره نوے سنګ ميل ثابتيدے شي : رانا تنوير حسين

مزید خبریں
اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي د زېتون صنعت پاكستان لپاره د سوكالۍ او زرعي خود كفالت نوې لارې پرانستلې شي۔ د نهې په ورځ پاکستان اولیو سمټ 2.0 ته خطاب كښې هغه ووئيل پاکستان د زېتون په پېداوار كښې په خپلو پښو د اودرېدو صلاحيت لري او دې فصل سره به كليوال معيشت مضبوط شي۔ وفاقي وزير ووئيل د زېتون تېل د پاكستان د يو نړيوال برآمدي برانډ جوړېدو صلاحيت لري۔ حكومت د زېتون په څانګه كښې عصري تحقيق ٬ د ټېكنالوجۍ كارولو او د كروندګرو تربيې ته وده وركوي دغسې چې پېداوار كښې اضافه ممكن كړې شي۔ ده زياته كړه چې د زېتون كر ته وده وركولو سره به پاكستان په منطقه كښې ښكاره مقام ترلاسه كړي۔ رانا تنویر حسېن په كروندګرو زور راوړو چې هغوي د زېتون په كر او وېليو چين كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل مونږ به زېتون د پاكستان پېژندګلي جوړه كړو ولې چې محفوظ او ښه خوراك د پاكستان د روښانه سباؤن ضمانت دے











