پاكستان سيمه ايز امن او استحكام كښې خوښي لري ٬ د هېواد د سيمه ايزې سلامتيا د كومې هم نېغ په نېغه يا بلاواسطه خلاف ورزۍ به مضبوط او پرېكنده ځواب وركولے شي: چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منېر

پېنډۍ ۔21 اکتوبر(اے پی پی) چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منېر وئيلي دي د ترهګرو تعاقب كول او بلوچستان د دې لعنت څخه خلاصولو له ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي٬ پاكستان په سيمه ايز امن او استحكام كښې خوښي لري ٬ د هېواد د سيمه ايزې سلامتيا د كومې هم بالواسطه يا بلاواسطه خلاف ورزۍ به مضبوط او پرېكنده ځواب وركولے شي٬ د خپلو وګړو د …

پېنډۍ ۔21 اکتوبر(اے پی پی) چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منېر وئيلي دي د ترهګرو تعاقب كول او بلوچستان د دې لعنت څخه خلاصولو له ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي٬ پاكستان په سيمه ايز امن او استحكام كښې خوښي لري ٬ د هېواد د سيمه ايزې سلامتيا د كومې هم بالواسطه يا بلاواسطه خلاف ورزۍ به مضبوط او پرېكنده ځواب وركولے شي٬ د خپلو وګړو د سر او مال تحفظ به كولې شي۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منېر په جنرل هېډ کوارټرز كښې د 17م قومي وركشاپ بلوچستان ګډون كوؤنكو سره خبرې كولې۔ ده ووئيل بلوچستان د پاكستان وياړ دے ٬ دا صوبه متحرك او وطن سره مينه لرونكے اولس لري او هم دا د دې اصل دولت دے۔ ده د وفاقي او صوبائي حكومتونو په پرمختيائي اقدامات هم رڼا واچوله۔ ده د بلوچستان د اولس ګټې له د صوبې د ځانګړو صلاحيتونو په ادراك زور راوړو۔ ده د سول سوسائټۍ تعميري كردار تسليمولو سره په خاص توګه ځوانان ساتلو كښې او په تلپاتي پرمختګ كښې د دوي په مهم كردار زور راوړو۔ ده په بلوچستان كښې د تل پاتي سوكالۍ په تناظر كښې د ذاتي سياسي ايجنډو نفي وكړه۔ آرمی چیف په دې خبره زور راوړو چې هندي ملاتړ لرونكي پراکسیز، فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج تشدد کولو له بدنيتۍ سره اولس دښمنه او ترقي مخالف ايجنډې خپروي۔ ده ووئيل د ترهګرو تعاقب كول او بلوچستان له دې لعنت څخه خلاصولو له ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د هېواد د سيمه ايزې سلامتيا د كومې هم بالواسطه يا بلاواسطه خلاف ورزۍ به مضبوط او پرېكنده ځواب وركولے شي٬ د خپلو وګړو د سر او مال تحفظ به كولې شي۔ دغسې ورکشاپ د يو ښكاره انټراېکټو پوښتنې او ځواب سېشن سره پايې ته ورسېد

مزید خبریں