قذافي څخه د پیسو اغستو جرم ثابت شو٬ د فرانس پخوانے صدر به نن زندان ته ځي

پېرس۔ 21 اكتوبر (اے پي پي) د فرانس پخوانے صدر نكولس سركوزي په 2007 كښې صدارتي ټاكنو لپاره د لېبيا فنډز څخه د پېسو اغستو په جرم به نن د نهې په ورځ زندان ته لېږلې شي۔ د اردو نيوز تر مخه د ښي لاس څخه تعلق لرونكے لارښود د 2007 نه تر 2012 د هېواد صدر پاتي شوے دے ٬ نكولس سركوزي ته په ستمبر كښې د خپل انتخابي …

پېرس۔ 21 اكتوبر (اے پي پي) د فرانس پخوانے صدر نكولس سركوزي په 2007 كښې صدارتي ټاكنو لپاره د لېبيا فنډز څخه د پېسو اغستو په جرم به نن د نهې په ورځ زندان ته لېږلې شي۔ د اردو نيوز تر مخه د ښي لاس څخه تعلق لرونكے لارښود د 2007 نه تر 2012 د هېواد صدر پاتي شوے دے ٬ نكولس سركوزي ته په ستمبر كښې د خپل انتخابي كمپائن لپاره د لېبيا لارښود كرنل قذافي نه د رقوم اغستو په جرم د 5 كاله زندان سزا اورولې شوې وه۔ 70 كلنه پخواني صدر د پرېكړې په ضد اپيل كړے او دا يې نا انصافي ګرځولې ده۔ هغه به د پېرس په لاسانټے زندان كښې ساتلے شي۔ هغه په 25 ستمبر د فېصلې راتللو نه وروستو خبريالانو ته وئېلي وو كه دوي واقعي ما زندان ته لېږل غواړي نو زه به د عزت سره دا برداشت كړم۔ د مملكت مشر كورنۍ د اړخه د هغوي د مرستيالو نه غوښتنه شوې چې د هغه لپاره غږ پورته كړي ۔ هغه د فېلپ پينټين نه پس وړومبے د فرانس لارښود دے څوك چې زندارن ته ولېږلے شو ٬ په فېلپ د نازي رياست سره د مرستې تور ؤ او هغه د دوېم نړيوال جنګ نه پس زندان ته لېږلے شوے ؤ۔ د زندان چارواكو ووئېل هغه د 9 مربع ميټره په سېل كښې يوازې به ساتل وي ٬ د عملې يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط ووئېل په سېل كښې د ساتلو مطلب دا دے چې هغه به د كوم بنديوان سره خبرې نشي كولې او نه به د هغه كوم عكس ويستلے كېدے شي۔

مزید خبریں