د انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې د آزاد کشمیر چارو په اړه د عملدرآمد او نګرانې كمېټۍ اولنۍ غونډه ٬ ايكشن كمېټۍ سره د شوې لوظنامې په غور جاج واغستلے شو

اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې آزاد کشمیرچارو په اړه د عملدرآمد او نګرانې كمېټۍ اولنۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه په كومه كښې چې د كمېټۍ غړو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ٬ د ګلګت بلتستان چارو سېكرټري ظفر حسن ،د اے جے كے چیف سېکرټری خوشحال خان او د اېکشن کمېټۍ استاذانو ګډون …

اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې آزاد کشمیرچارو په اړه د عملدرآمد او نګرانې كمېټۍ اولنۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه په كومه كښې چې د كمېټۍ غړو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ٬ د ګلګت بلتستان چارو سېكرټري ظفر حسن ،د اے جے كے چیف سېکرټری خوشحال خان او د اېکشن کمېټۍ استاذانو ګډون وكړو۔ د كشمير چارو وزير ووئيل په غونډه كښې اېکشن کمېټۍ سره د شوې لوظنامې جاج واغستلے شو۔ كمېټۍ اړوندو محكمو ته په لوظنامه د عملدرآمد هدايت كولو سره ووئيل د كمېټۍ راروانه غونډه به په 15 نومبر مظفرآباد كښې كيږي۔ انجینئر امیر مقام ووئيل وزیراعظم شهباز شریف د آزاد کشمیر اولس ته زيات نه زيات ريليف وركول غواړي۔ د اولسي مسئلو حل لپاره به ټول وسائل كارولې شي

مزید خبریں