كېف۔ 21 اكتوبر (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولوديمير زلنسكي وئېلي دي كه ماته بلنه راكړې شي نو د روسيه صدر ولاديمير پيوټن او د امرېكې خپل هم منصب سره په هنګري كښې غونډه كښې ګدون كولو لپاره چمتو يم۔ د ارودو نيوز تر مخه تېره ورځ د خبريالانو سره خبرو كښې هغه ووئېل كه زه په بداپسټ غونډه كښې وبللے شوم او دغه داسې بلنه وي چې مونږ …
د روسيه صدر او د امرېكې هم منصب سره په بداپسټ سمټ كښې ګدون كولو لپاره چمتو يم٬ د يوكرېن صدر

مزید خبریں
كېف۔ 21 اكتوبر (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولوديمير زلنسكي وئېلي دي كه ماته بلنه راكړې شي نو د روسيه صدر ولاديمير پيوټن او د امرېكې خپل هم منصب سره په هنګري كښې غونډه كښې ګدون كولو لپاره چمتو يم۔ د ارودو نيوز تر مخه تېره ورځ د خبريالانو سره خبرو كښې هغه ووئېل كه زه په بداپسټ غونډه كښې وبللے شوم او دغه داسې بلنه وي چې مونږ پكښې درې واړه ملاقات كولې شوو يا لكه څنګه چې دې ته شټل ډپلوميسي وئېلي شي ٬ يعني صدر ټرمپ كه جلا جلا زما او د صدر پيوټن سره ملوېږي نو مونږ به په كوم يو فارمېټ اتفاق وكړے شوو ۔ هغه ووئېل د هنګري او يوكرېن تر مينځه اړېكې كړكېچنې دي او د اروپائي ائتلاف دننه د هنګري حكومت د ماسكو تر ټولو خواخوږے حكومت ګنلے شي ۔ هغه د هنګري وزيراعظم وكټر اوربان په حواله ووئېل زه نه پوهېږم چې داسې وزيراعظم كوم چې په هر موقع د يوكرېن په لاره كښې خنډ جوړېږي ٬ د يوكرېن خلقو لپاره كومه ګټه وكړې شي يا متوازن كردار ادا كولې شي۔ د يوكرېن صدر ووئېل يوه بله د بداپسټ غوندې منظر نامه زموڼږ لپاره مثبت نشي ثابتېدې ۔ په 1994 كښې روسيه په بداپسټ كښې يو يادښټ لاس ليك كړے ؤ چې پكښې د سوويت دور د جوهري وسلو نه د لاس په سر كېدو به بدل يوكرېن او د بېلا روس او قازقستان ته د سلامتيا ضمانت وركړے شوے ؤ۔










