سډنی ۔21اکتوبر(اے پی پی)د پټرولیم ډویژن وفاقي وزير علی پرویز ملک وئيلي دي پاكستان د پياوړي سياسي عزم ، سرمایه كارانو لپاره په زړه پورې اصلاحات او د معدني وسائلو بلها پنګو له امله نړيوالو همكارانو له نوې او د ډاډ وړ موقعې وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په سډني كښې په انټرنېشنل مائننګ اېنډ ریسورسز کنفرنس (آئی اېم اے آر سی) 2025 كښې …
پاكستان د پياوړي سياسي عزم ، سرمایه كارانو لپاره په زړه پورې اصلاحات او د معدني وسائلو بلها پنګو له امله نړيوالو همكارانو له نوې او د ډاډ وړموقعې وړاندې كوي: وفاقی وزیر علی پرویز ملک

مزید خبریں
سډنی ۔21اکتوبر(اے پی پی)د پټرولیم ډویژن وفاقي وزير علی پرویز ملک وئيلي دي پاكستان د پياوړي سياسي عزم ، سرمایه كارانو لپاره په زړه پورې اصلاحات او د معدني وسائلو بلها پنګو له امله نړيوالو همكارانو له نوې او د ډاډ وړ موقعې وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په سډني كښې په انټرنېشنل مائننګ اېنډ ریسورسز کنفرنس (آئی اېم اے آر سی) 2025 كښې د پاكستان د توان منتقلۍ او د مهمو معدنياتو د پرمختګ نړيوالې همكارۍ نوې موقعې په سرخط خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر د پاكستان په پراخه معدني صلاحيت او په كم كاربن او ماحولياتي توګه تلپاتي سباؤن لپاره د حكومت په نه بدلېدونكي عزم رڼا واچوله۔ ده ښكاره وژن وړاندې كولو سره ووئيل د هېواد قدرتي وسائل په ذمه واره توګه كارولو سره به معاشی پرمختګ ماحولياتي تحفظ سره هم آهنګ كولې شي۔ علی پروېز ملک په نړيواله كچه د مساوات نشتوالے په ګوته كولو سره ووئيل پاکستان د نړيوالو ګازونو په اخراج كښې يو فيصد څخه هم لږه برخه لري ولې بياهم د موسمياتي بدلونونو تر ټولو ناوړه اغېزو سره مخ دے۔ ده ووئيل د پاكستان د توان منتقلي يو ضرورت دے۔ دا منتقلي د هېواد ماحولياتي موافقت ٬ د اوبو او خوراك تحفظ او د اوږدې مودې استحكام لپاره ضروري ده۔ ده ووئيل پاكستان د پياوړي سياسي عزم ، سرمایه كارانو لپاره په زړه پورې اصلاحات او د معدني وسائلو بلها پنګو له امله نړيوالو همكارانو له نوې او د ډاډ وړموقعې وړاندې كوي۔ ده د تجديد وړ توان په څانګه كښې د پاكستان لوړ هدفونه ٬ زړه راكښونكي د سرمايه كارۍ مراعات او د مهمو معدنياتو پنګو پرمختګ او دوه اړخيزه ګټې لپاره مهمې څانګې وګرځولې۔ د كنفرنس په موقعه وفاقي وزير د وېسټرن آسټریلیا حکومت ډي جي (معدنیات) سره ملاقات وكړو۔ ډي جي وفاقي وزير په آسټرېلوي معیشت كښې د معدنيات څانګې كردار په اړه خبر كړو۔ وفاقی وزیر آسټرېلوی کمپنیو ته د پاكستان د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔











