اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان وئېلي دي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د پاکستان دريو كالو مودې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل غړے ټاكلے دے ، پاکستان د 178 ووټونو په لوي اکثریت خپله چوكۍ ګټلې ده۔ د جمعې په ورځ پریس بریفنګ كښې هغه ووئېل پاکستان به د وړومبۍ جنورۍ 2026ء نه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل …
پاکستان به د وړومبۍ جنورۍ 2026ء نه د دريو كالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل چوكۍ سنبھالوي ، د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان وئېلي دي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د پاکستان دريو كالو مودې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل غړے ټاكلے دے ، پاکستان د 178 ووټونو په لوي اکثریت خپله چوكۍ ګټلې ده۔ د جمعې په ورځ پریس بریفنګ كښې هغه ووئېل پاکستان به د وړومبۍ جنورۍ 2026ء نه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل چوكۍ سنبھالوي ، 2006ء كښې د بشري حقونو کونسل جوړوېدو نه پس پاکستان په 6 ځل غړے ټاكلے شوے ۔ وياند ووئېل دا ټاكنه د پاکستان په ملکي او نړيواله كچه د بشري حقونو دفاع، ودې او تحفظ سره سره د ڼړيوالو بشري حقونو نظام مضبوطولو لپاره د ده په کردار د باور عكاسي كوي ۔ هغه ووئېل دا د پاکستان ثابت شوي ټریک ریکارډ او د بشري حقونو کونسل كښې د اتفاق پیدا کونكې هېواد په توګه پرله پسې هلې ځلې څرګندوي ۔ وياند ووئېل پاکستان د بشري حقونو کونسل د غړي په توګه د خپلې راروانې مودې په مهال به د شبري حقونو د ټولو اړخونو وړاندې بوتللو لپاره د ملګرو ملتونو او د سول سوسائټۍ سره به په فعاله توګه مشغول وي ۔ هغه ووئېل پاکستان به د بشري حقونو کونسل د مینډیټ مکمل مرسته هم كوي۔










