اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي د آئي اېم اېف او پاکستان ترمېنځه د پراخه اېكسټنډډ فنډ فېسلټي (اي اېف اېف) څلورم او د ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فسيلټي (آر اېس اېف) په درېم جاج د سټاف لېول لوظنامه د پاكستان د معاشي استحکام او د اصلاحاتو په سفر كښې اهم پېشرفت دے۔ د زيارت په ورځ د جاري بيان …
د آئي ايم ايف لوظنامه د پاکستان د معاشي استحکام او د اعتبار د بهترۍ اعتراف دے، خرم شهزاد
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي د آئي اېم اېف او پاکستان ترمېنځه د پراخه اېكسټنډډ فنډ فېسلټي (اي اېف اېف) څلورم او د ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فسيلټي (آر اېس اېف) په درېم جاج د سټاف لېول لوظنامه د پاكستان د معاشي استحکام او د اصلاحاتو په سفر كښې اهم پېشرفت دے۔ د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د لوظنامې څخه نزدې د 1.2 اربه ډالره اضافي فنانسنګ لاره هواره شوې ده، خرم شهزاد ووئيل چې د آئي اېم اېف د جاج له مخې د سخت بهرني ماحول باوجود په پروګرام عملدرآمد په مجموعي توګه درست لور روان ٶ، د مضبوط پاليسو په سبب د معاشي استحکام په ځائ ساتلو كښې مرسته شوې چې پكښې د مېنځني ختيز شخړو اثراتو مخنيوي هم شامل دے۔ ده ووئيل د ستمبر 2026 په پائې كښې د د پاکستان د زرمبادله پانګې نزدې 21.5 اربه ډالرو ته رسېدلې او د مالي كال 26-2025 په مهال د ترسيلات زر مضبوط راتګ له امله کرنټ اکاؤنټ كښې په مجموعي توګه متوازن ٶ









