پاكستان او بحرين د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو ته اتفاق٬د نائب وزيراعظم او د بحرين خارجه وزير شريك پرېس كنفرنس

  اسلام آباد۔08 اكتوبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي  پاكستان او بحرين د تجارت او سرمايه كارۍ٬صنعتي مرستې٬كركيلې او غذائي تحفظ٬هنرمندي٬اعلٰی تعليم٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬لاجسټكس او د  بحرين چارو پشمول بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرتې لا قوي كولو ته تفاق كړے او دواړو هېوادونو د خليج مرستې كونسل او د پاكستان ترمينځه  آزاد تجارتي لوظ نامې ته حتمي شكل وركولو له د عزم هم …

 

اسلام آباد۔08 اكتوبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي  پاكستان او بحرين د تجارت او سرمايه كارۍ٬صنعتي مرستې٬كركيلې او غذائي تحفظ٬هنرمندي٬اعلٰی تعليم٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬لاجسټكس او د  بحرين چارو پشمول بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرتې لا قوي كولو ته تفاق كړے او دواړو هېوادونو د خليج مرستې كونسل او د پاكستان ترمينځه  آزاد تجارتي لوظ نامې ته حتمي شكل وركولو له د عزم هم څرګندونه كړی۔د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبدالطيف بن راشد الزياني ووئيل د پاكستان او بحرين ترمينځه اړيكې ښكاره او د مخلصانه نوعيت دي او اوس د دواړو هېوادونو  له خپلې قوي اړيكې په عملي نتيجو او سباؤن كښې د مرستې موقعو په لټولو بدلول دي۔د پاكستان د بحرين شريك وزارتي كمېشن دريمې غونډې په اختتام د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبداللطيف بن راشد الزياني سره پرېس كنفرنس ته خطاب كولو کښی محمد اسحاق ډار ووئيل  غونډه  په ښه دوستانه او تعميري ماحول كښې شوې چې پكښې د پاكستان او بحرين ترمينځه د ملګرتيا٬ورورولۍ اړيكو او شريك باور عكاسي شوې۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه سفارتي اړيكو قيام 50مه سالګره ده او په دې موقع دوه اړخيزه مرستی لا قوي كولو  له د عزم پخلې كوو۔سينيټر اسحاق ډار ووئیل  د شريك وزارتي كمېشن دريمې غونډې پروټوكول ترسره شوے كوم چې د شريكې خوښې په څانګو كښې مرسته د لا قوي او پراختيا  عزم عكاسي كوي۔ده ووئيل  د غونډې مهمه خبره ګڼ شمېره شريك وركنګ ګروپس فعالول دي كوم به چې باقاعده رابطه او د شريك وزارتي كمېشن په پريكړو د عملدرآمد باوري كولو  له مرسته وركړي۔نائب وزيراعظم ووئيل  دواړو هېوادونو د تجارت او سرمايه كارۍ ودې٬صنعتي مرستې٬كركيلې او غذائي تحفظ٬هنرمندۍ پرمختګ٬اعلٰی تعليم٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬لاجسټكس او سمندري چارو پشمول ګن شمېر څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق كړے۔ده د واړو هېوادونو كاروباري ورورولیو ترمينځه د نزدې روابط هركلی كولو سره ووئيل دې څانګه كښې به  مرستې ته لا وده وركولې شي۔سينيټر اسحاق ډار په بحرين كښې د پاكستان كميونټۍ قدر وړ خذمات ستائېلو سره ووئيل  پاكستاني ورورولي د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د يو قوي پل كردار ادا كوي٬دعسی د يبر موبيلټي٬پيشه وره تربيت او د  بشري وسائل پرمختګ په څانګو كښې مرستې لا قوي كولو له د عزم پخلے وکړے شو.دغسې چې هنرمند پاكستانو پيشه وره كسانو او كاركنانو لپاره نوې موقع پېدا كړی شي۔نائب وزيراعظم ووئيل  په غونډه كښې د خليج بدل شوې صورتحال په اړه هم د خيالاتو څرګندونه شوی   او پرله پسې تاؤ تريخوالي كښې كمي٬مذاكرات او سفارت كارۍ په اهميت زور راوړلے شوے۔ده ووئيل  د آبنائے هرمز او باب المندب د لارې محفوظ او آزادانه تګ راتګ باوري كول ضروري دي ځكه چې د دې   لارو ځخه  سيمه ايز او نړيوال غذائي اهميت  یات دے۔سينيټر اسحاق ډار ووئيل  پاكستان په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د سفارتي هڅو ملاتړ كښې د تعميري كردار ادا كولو عزم لري۔ده د فلسطين په سنګين صورتحال هم خبرو کښی ووئيل پاكستان د فلسطيني اولس او د هغوي ناقابل تنسيخ حقونو لپاره د خپل اصولي ملاتړ پخلې كړی ۔ده ووئيل د غېر قانوني آبادو پرله پسې پراختيا او القدس الشريف حېثيت بدلولو په هڅو د تشويش څرګندونه شوی او تر غزه اولس د کوم خنډ نه غېر د بشري مرستې سمدستي وركولو په ضرورت زور راوړلے شوے ۔نائب وزيراعظم ووئیل پاكستان د  ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې منصفانه او تل پاتي حل لپاره د خپل ملاتړ هم پخلے كوی۔ده د سوئېلي آسيا صورتحال٬افغانستان او سندھ طاس لوظ نامې پشمول په بيلو چارو هم د خيالاتو څرګندونې ذشوې۔سينيټر اسحاق ډار ووېل پاكستان د دې امر په ضرورت زور راوړے چې افغان خاوره د پاكستان په ضد ونه كارولې شي۔سندھ طاس لوظ نامې په اړه نائب وزيراعظم ووئيل  د هند لخوا لوظ نامه په يو اړخيزه توګه معطل كول د نړيوال قانون سنګين خلاف ورزي ده ۔په دې موقع د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبداللطيف بن راشد الزياني ووئيل  د پاكستان او بحرين ترمينځه د سفارتي اړيكو قيام 50م كال بشپړه كيږي او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو٬باور او يو والي اوسني اعلٰی كچ دورو څخه لا تقويت ترلاسه شوې ۔ده د وزيراعظم محمد شهباز شريف نومبر 2025 او صدر مملكت آصف علي زرداري جنوري 2026 كښې د بحرين دورو حواله وركولو سره ووئيل  د دواړو هېوادونو اړيكو كښې تندي پیدا شوې ۔د بحرين خارجه وزير په اسلام آباد كښې د كنګ حمد يونيورسټۍ فار نرسنګ اينډ الائيډ ميډيكل سائنسز او بحرين كې د يو 1 لك 40 څخه زياتو پاكستانيانو خذمات د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي روابط مثال وګرځولو۔ده ووئیل د دواړو هېوادونو شريك وزارتي2 كمېشن درېمې غونډې متفقه منټس لاس ليك كړی دی