اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوترېش د داخله وزارت دوره كرې چرته چې دوي د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري سره ليدلي۔ داخله وزارت څخه د جاري بيان له مخې په دې موقع د نړيوال او سيمه ايز سلامتيا په صورتحال او د ملګري ملتونو امن مشنز په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ د ملاقات په …
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس د داخله وزارت دوره٬ د كورنيو چارو وزير سره اهم ملاقات
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوترېش د داخله وزارت دوره كرې چرته چې دوي د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري سره ليدلي۔ داخله وزارت څخه د جاري بيان له مخې په دې موقع د نړيوال او سيمه ايز سلامتيا په صورتحال او د ملګري ملتونو امن مشنز په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال د داخله وزارت سپيشل سيکرټري ، ايډيشنل سيکرټري او نور چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د قدرتي آفتونو په مهال د پاكستان په بشپړه مرسته كولو د سيکرټري جنرل مننه وكړه۔ د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټرېش نړيوال امن لپاره د پاکستان د کردار ستائنه كوول سره د ملګرو ملتونو په امن مشنز كښې د پاكستان ګډون تل ځانګړې او د ستائنه وړ ٶ او د نړۍ امن لپاره د پاکستان قربانۍ د نه هېرېدو وړ دي









