اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې وليدل۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخئ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاکستان او بحرين د اړيكو جاج واخست او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې روابطو كښې …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني وليدل
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې وليدل۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخئ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاکستان او بحرين د اړيكو جاج واخست او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې روابطو كښې په مثبت پېشرفت ئې د اطمينان څرګندونه وكړه٬ دوي د شريكې خوښې په بېلو څانګو په خاص توګه تجارت، اقتصادي او د سرمايه کارۍ په څانګو كښې اړيكو سره سره په ګڼ اړخيزه فورمز د روابطو د لارې دوه اړخيزه مرسته لا پراخه كولو لپاره په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې خبره زور راوړلے شو چې د چېلنجز مخنيوي او د شخړو هواري لپارهخبرې اترې او سفارت کاري د عمل وړ يوازنۍ ذريعه ده









