اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پي پي) د چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحییٰ آفریدي په مشرۍ كښې د لاء اینډ جسټس کمیشن آف پاکستان (ایل جے سي پي) 46 مه غونډه د جمعې په ورځ سپریم کورټ كښې وشوه ۔ د جوائنټ سیکرټري لا اینډ جسټس کمیشن آف پاکستان نه جاري اعلامیه تر مخه غونډه كښې د فوجداري ضابطه (CrPC) او عائلي قوانین كښې د مجوزہ اصلاحات په اهمیت زور راوړولو …
د چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحییٰ آفریدي په مشرۍ كښې د لاء اینډ جسټس کمیشن آف پاکستان (ایل جے سي پي) 46 مه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پي پي) د چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحییٰ آفریدي په مشرۍ كښې د لاء اینډ جسټس کمیشن آف پاکستان (ایل جے سي پي) 46 مه غونډه د جمعې په ورځ سپریم کورټ كښې وشوه ۔ د جوائنټ سیکرټري لا اینډ جسټس کمیشن آف پاکستان نه جاري اعلامیه تر مخه غونډه كښې د فوجداري ضابطه (CrPC) او عائلي قوانین كښې د مجوزہ اصلاحات په اهمیت زور راوړولو سره ووئېل شول دا اصلاحات د انصاف نظام د جدیدو تقاضو سره سمولو، د وګړو د حقونو تحفظ او د انصاف منصفانه وركړه كښې مرستياله ګرځي ۔ غونډه كښې چیف جسټس فیډرل شریعت کورټ، د ټژلو هائي کورټس چیف جسټس صاحبان، اټارني جنرل پاکستان، د قانون و انصاف وزارت سېكرټري او د نیشنل کمیشن آن دي اسټیټس آف ویمن عبوري چیئرپرسن ګډون وكړو ۔ کمیشن په كورني قوانین كښې د مجوزہ ترامیم ستائنې سره دا ترامیم د كورنيو شخړو سمدستي حل او د فیملي کورټس کارکردكۍ د لا ښه والي باعث وګرځول ۔ دغسې کمیشن د شهادت قانونِ آرډر 1984 كښې د بدلون په ضرورت زور راوړو ٬ چې جدید آلات او د ټیکنالوجۍ د لارې تر لاسه شوي شواهد په عدالت كښې د قبلېدو وړ وګرځولې شي ۔کمیشن په دې د تشویش خړګندونه وكړه چې د يو نوعیت مقدمو كښې بدلې عدالتي فیصلې قانوني ابهام پیدا کوي او د نظائر (precedents) اصول متاثره كوي۔ غونډه كښې د ایل جے سي پي د ملازمین (سروس شرائط) رولز 2025 د مسودې هم جاج واغستلے شو او دغې قواعد تفصیلي لوستې لپاره يې د اسلام آباد هائي کورټ چیف جسټس او محمد منیر پراچه ایډووکیټ باندې مشتمل کمیټي جوړه كړه ۔ د دې نه وړاندې د چیف جسټس آف پاکستان په شمرۍ كښې د ایکسیس ټو جسټس ډیویلپمنټ فنډ (AJDF) د ګورننګ باډي 21 مه غونډه و شوه۔










