اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د افريقې يونين كمېشن چيئرپرسن محمود علي يوسف ملاقات كړے دے ۔د جمعې په ورځ جاري شوي پرېس ريليز له مخې ملاقات"ميډ ان پاكستان سنګل كنټري ایګزیبیشن"په موقع وشو چې پكښې د پاكستان "لك افريقه پالېسي"له مخې اقتصادي مرستې ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د افريقې يونين كمېشن چيئرپرسن محمود علي يوسف سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د افريقې يونين كمېشن چيئرپرسن محمود علي يوسف ملاقات كړے دے ۔د جمعې په ورځ جاري شوي پرېس ريليز له مخې ملاقات”ميډ ان پاكستان سنګل كنټري ایګزیبیشن”په موقع وشو چې پكښې د پاكستان “لك افريقه پالېسي”له مخې اقتصادي مرستې ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د خوراك٬كركيلې٬آئي ټي او هيومن ريسورس ډوېلپمنټ كښې د همكارۍ تجاويز وړاندې كړل ۔دواړو لارښودو د سباؤن مرستې لپاره د تګلرې په جوړولو هم اتفاق وكړو ۔چيئرپرسن محمود علي يوسف د پاكستان “لك افريقه پالېسي” او اقدامات وستائېل او د افريقې يونين لخوا د فوډ سكيورټي٬كركيلې او ايګرټيك كښې د مرستې زياتولو او پاكستان سره د مفاهمتي يادښتونو لاس ليك كولو لپاره يې خوښي څرګندونه كړه۔










