اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د جیولوجیکل سروے آف پاکستان د اپ ګرېډ شوې جیو سائنس اېډوانسډ ریسرچ لیبارټریز (جي اے آر اېل) پرانسته وكړه۔ چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر، وفاقی وزيرانو او بهرني شخصيات هم د پرانستې په دستوره كښې موجود وو ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې منصوبې مقصد …
وزیراعظم شهباز شريف د جیولوجیکل سروے آف پاکستان د اپ ګرېډ شوې جیو سائنس اېډوانسډ ریسرچ لیبارټریز پرانسته وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د جیولوجیکل سروے آف پاکستان د اپ ګرېډ شوې جیو سائنس اېډوانسډ ریسرچ لیبارټریز (جي اے آر اېل) پرانسته وكړه۔ چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر، وفاقی وزيرانو او بهرني شخصيات هم د پرانستې په دستوره كښې موجود وو ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې منصوبې مقصد د هېواد د معدني تحقیق په صلاحيتونو كښې ښكاره زياتوالے او د پاكستان د معدني څانګې پرمختګ پلو د اعلی كچې پام ګرځول دي۔ دا لېبارټری په ابتدائي توګه په كال 1991ء كښې جوړه كړې شوې وه او اوس دا په نوې بنيادونه اودرولې شوې ٬ دغسې چې دا د نړيوال معيار له مخې كړې شي۔ په چک شهزاد كښې د دې عصري لېبارټري كمپلېكس د ISO/IEC 17025 منظوری ترلاسه كړې ده۔ د دې پېش رفت په نتيجه كښې به لېبارټري اوس د كان كنۍ كمپنيو ته د JORC او NI 43-101 رپورټنګ معيارات لاندې د پانګو تخمينې لپاره په نړيواله كچې تسليم كړې شوې تجزیاتی شمېرې وركولې شي۔ د جیولوجیکل سروے آف پاکستان چارواكو له مخې دې اپ ګرېډېشن او سرټیفیکېشن سره به په معدني څانګه كښې سرمايه كاري وده ومومي۔ په درې لسيزو محيط د خپل ځانګړي ماضي په بنياد دا سهولت به د معدني څانګې د پرمختګ بدلو شوو ضرورتونو ترسره كولو له د يوې عصري تحقيقي لېبارټرۍ په توګه خپل خذمات ترسره كوي۔










