اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف ټولو صوبائي حكومتونو ٬ وفاقي او صوبائي ادارو ته پاكستان كښې په غېر قانوني توګه د مېشته افغان وګړو زر تر زره خپل هېواد ته ستنول د باوري كولو سپارښتنې سره وئيلي دي د افغانستان له خاورې څخه په پاكستان د ترهګر بريدونو او د هغوي په دې كښې ككړ كېدل اندېښمن دي٬ د ترهګرۍ په جنګ كښې د خپلو مينه والو قربانۍ …
د وزيراعظم شهباز شريف ټولو صوبائي حكومتونو ٬ وفاقي او صوبائي ادارو ته پاكستان كښېد غېر قانوني مېشته افغان وګړو زر تر زره هېواد ته د ستنولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف ټولو صوبائي حكومتونو ٬ وفاقي او صوبائي ادارو ته پاكستان كښې په غېر قانوني توګه د مېشته افغان وګړو زر تر زره خپل هېواد ته ستنول د باوري كولو سپارښتنې سره وئيلي دي د افغانستان له خاورې څخه په پاكستان د ترهګر بريدونو او د هغوي په دې كښې ككړ كېدل اندېښمن دي٬ د ترهګرۍ په جنګ كښې د خپلو مينه والو قربانۍ وركوؤنكې د پاكستان مېړنے اولس زمونږ نه پوښتنه كوي چې حكومت به تر كومه د افغان كډوالو بار پورته كوي٬ د افغانستان د بريدونو په تمبولو پاكستانے اولس خپل پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كوي٬ زمونږ مېړنے پوځ د خپلې خاورې دفاع كولې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د افغان كډوالو خپل هېواد ته د ستنولو په اړه د اعلی كچ غونډه وشوه په كومه كښې چې چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر ، وفاقی وزيرانو ، د آزاد جمو وكشمير وزیراعظم ، د پنجاب، سندھ، بلوچستان او ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو ، د خېبر پښتونخوا د وزیراعلیٰ استازي او د وفاقي او صوبائي حكومتونو او ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په غونډه كښې د ګډون كوؤنكو هركلي كولو سره ووئيل ما تېره ورځ د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سره ټېلېفوني خبرې وكړې ، هغه له مې مباركي وركړه او هغه ته مې د هر ډول مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د خېبر پښتونخوا د اولس خېر ښېګړې او پرمختګ لپاره صوبائي حكومت سره هر ډول مرستې كولو له چمتؤ دے۔ وزیراعظم ووئيل څو لسيزو راهيسې پاكستان ستونزو سره د مخ افغانستان هر ډول مرسته وكړه۔ پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د زرګونو قيمتي ځانونو او د اربونو ډالرو معاشي زيان سره مخ شو۔ وزيراعظم د افغانستان له خاورې څخه ترهګر بريدونه او د افغان وګړو په دې كښې ككړ كېدل اندېښمن ګرځولو سره ووئيل نائب وزيراعظم او خارجه وزير ٬ د دفاع وزير او اعلی حكومتي عهدېدارو څو څو وارې د افغانستان دورې وكړې او نګران حكومت سره يۍ په پاكستان كښې ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې د كارېدو مخنيوي په بابله خبرې وكړی ٬ پاكستان افغانستان څخه پاكستان كښې د خوارجو د كارروائيو مخنيوي لپاره د سفارتي او سياسي اقدامات د لارې هڅې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ په جنګ كښې د خپلو مينه والو قرباني وركونكے د پاكستان مېړنے اولس مونږ نه پوښتنه كوي چې حكومت به تر كوم وخت د افغان كډوالو بار وړي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې ټول صوبائي حكومتونه ٬ وفاقي او صوبائي ادارې دې په پاكستان كښې په غېر قانوني توګه د مېشته افغان وګړو زر تر زره خپل هېواد ته ستنول باوري كړي۔ ده ووئيل د چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې پاك پوځ د افغانستان بريدونه وتمبول ٬ په دې زما په شمول ټول قام دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل د چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې پاك پوځ د هندي جارحيت په مهال دا ثابت كړې چې زمونږ پوځ خپلو پېشه ورو صلاحيتونو سره د خپل وطن دفاع كولې شي۔ غونډې ته په بريفنګ كښې ووئيل شول په پاكستان كښې د مېشته افغان كډوالو خپل هېواد ته بېرته تلل پېل شوي ۔ د روانې مياشتې تر 16 مې نېټې 14 لکه 77 زره 592 افغانان بېرته لېږلې شوي دي٬ افغان كډوالو ته به كوم نور مهلت نه وركړے كېږي او د دوئي هېواد ته ستنول به زر تر زره باوري كولې شي۔ په پاكستان كښې به يوازې هغه افغان وګړي پاتې كېدې شي كوم چې وېزا لري۔ غونډې ته ووئيل شول په پاكستان كښې مېشته غېر قانوني وګړو ته پناه وركول او دوئي ته په ګېسټ هاؤسز كښې د پاتې كېدو اجازه وركول جرم دے۔ وزیراعظم په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو افغان كډوالو خپل هېواد ته د ستنولو په مهال د مشرانو ٬ مېرمنو٬ كوچنيانو او اقليتونو د خيال ساتلو هدايت وكړو۔ د آزاد جمو و کشمیر وزیراعظم، د پنجاب، سندھ، بلوچستان او ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو او د خېبر پښتونخوا حكومت استازي د پاكستان د سفارتي كاميابو ستائنه وكړو او په دې لړ كښې يۍ د وزيراعظم شهباز شريف او د آرمي چيف فیلډ مارشل سید عاصم منیر مركزي كردار وستائېلو۔ د غونډې په پايه كښې پرېكړه وشوه چې په غونډه كښې په وړاندې كړو ټولو سفارشاتو به سختۍ سره عمل كولې شي۔ وزیراعظم د افغان كډوالو خپل هېواد ته په بېرته لېږلو كښې صوبو ته د مكمل مرستې خواست وكړو۔










