اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د جمعې په ورځ د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ملاقات كړے چې پكښې په د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوی۔په دې موقع په خبرو كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئېل مونږ په خپلو غوره رواياتو او په كلتوري ورثه وياړ لرو٬پاكستان برتانيې سره اړيكو ته د قدر …
د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ملاقات٬ په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د جمعې په ورځ د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ملاقات كړے چې پكښې په د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوی۔په دې موقع په خبرو كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئېل مونږ په خپلو غوره رواياتو او په كلتوري ورثه وياړ لرو٬پاكستان برتانيې سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او راتلونكې وخت كښې دا مرسته لا پراخه كولو له خوښي لرو۔د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ووئيل برتانيه كښې 20 لكه مسلمانان او 17 لكه هندوان ميشته دي٬پاكستان او برتانيه د مذهبونو همغږۍ ودې لپاره د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كولې شي۔برتانيې د مدرسو زده كوونكو ته د جديد تكنيكي تعليم٬هنر وركولو لپاره پاكستان ته د مرستې وړانديز كړے دے۔د برتانيې سفير ووئيل د مدرسو څخه فارغ شوو زده كوونكو ته برتانيه كښې ايكسچينج پروګرامز او سكالرشپ وركولې شوو۔د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل چپه ټول هېواد كښې 18 زره څخه زياتې مدرسې رجسټرډ دي٬د هغو زده كوونكو ته جديد تكنيكي تعليم وركول د وخت مهم ضرورت دے٬د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې د مدرسو زده كوونكو ته جديد تكنيكي تعليم او هنر ښودلې كيږي۔په ملاقات كښې د انتهاخوښۍ خاتمې او د مذهبونو همغږۍ ودې لپاره مرستې زياتولو ته اتفاق راغلو










