د وېسټ انډيز كركټ ډله به د دريو ټي ټونټي او دريو ون ډے ميچونو سېريز لپاره د بنګله دېش دوره كوي

جميكا ۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) د كركټ ويسټ انډيز (سي ډبليو آئي) تر مخه د وېسټ انډيز د نارينه كركټ ډله به د روانې مياشت په آخر كښې د دريو نړيوالو ون ډے او دريو ټي ټونټي ميچونو سېريز لپاره د بنګله دېش دوره كوي۔ د بنګله دېش او ويسټ انډيز كركټ ډلو تر مينځه د سېريز وړومبے ون ډے مېچ به په 18 اكتوبر كېږي او درېم …

جميكا ۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) د كركټ ويسټ انډيز (سي ډبليو آئي) تر مخه د وېسټ انډيز د نارينه كركټ ډله به د روانې مياشت په آخر كښې د دريو نړيوالو ون ډے او دريو ټي ټونټي ميچونو سېريز لپاره د بنګله دېش دوره كوي۔ د بنګله دېش او ويسټ انډيز كركټ ډلو تر مينځه د سېريز وړومبے ون ډے مېچ به په 18 اكتوبر كېږي او درېم او وروستے مېچ به په 23 اكتوبر كېږي۔دا سېريز به د ډهاكه په شېر بنګله نېشنل سټېډيم كښې كېږي۔شائي هوپ د ون ډے سېريز لپاره كپتان مقرر كړے شوے۔ د ون ډے سېريز تر سره كولو نه پس به دواړه ډلې چټو ګرام ته رسي چرته به چې د دريو ټي ټونټي مېچونو سېريز د 27 اكتوبر نه پېل كېږي ٬ دغسې د دواړو ډلو تر مينځه دويم د ټي ټونټي مېچ به په 29 اكتوبر او درېم و وروستے ټي ټونټي مېچ به په 31 اكتوبر كېږي

مزید خبریں