د پاکستان 53 كسيزه ډله به په بحرين كښې په درېم اسيائي يوتھ ګېمز كښې ګډون كوي

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان سپورټس بورډ (پي اېس بي) په بحرېن كښې د 22 نه تر 31 اکتوبر كال 2025 په كېدونكې درېم اسيائي يوتھ ګېمز كښې د 53 كسيزه پاكستاني ډلې د ګډون په رسمي توګه منظوري وركړې ده٬ دا منظوري د بېن الصوبائي رابطې وزارت (آئي پي سي) او د خارجه وزارت د کليئرنس نه وروسته وركړې شوې ده خو د دې حتمي اجازه …

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان سپورټس بورډ (پي اېس بي) په بحرېن كښې د 22 نه تر 31 اکتوبر كال 2025 په كېدونكې درېم اسيائي يوتھ ګېمز كښې د 53 كسيزه پاكستاني ډلې د ګډون په رسمي توګه منظوري وركړې ده٬ دا منظوري د بېن الصوبائي رابطې وزارت (آئي پي سي) او د خارجه وزارت د کليئرنس نه وروسته وركړې شوې ده خو د دې حتمي اجازه به د داخله وزارت منظورۍ سره مشروط وي٬ په ډله كښې صلاحيت لرونكي لوبغاړي او تجربه كار افيشلز موجود دي٬ ډله به په اته بېلو لوبو كښې د پاكستان نمائندګي كوي چې پكښې ايتھليټکس، بيډمنټن، جوجتسو، کبډي، سوئمنګ، تائيکوانډو، والي بال او ريسلنګ شاملې دي۔ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان به د پلاوي مشري د چيف اف دي مشن په توګه كوي۔

مزید خبریں