مظفر آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د آزاد جمو او کشمیر بیډمنټن ایسوسي اېشن ، د سپورټس محکمې یوتھ اینډ کلچر تر سيورې لاندې د پك پوځ په همكارۍ سره “بنیان المرصوص نېشنل بيډمنټن چیمپین شپ ” پېل شو۔د پاك پوځ ځائې بریګیډیئر محمد قیصر د چیمپئن شپ پرانسته وكړه۔په دې موقع سیکرټریز سردار عدنان خورشید، انصر یعقوب، د ټيوټا چیئرمېن محمد نعیم بسمل، داخله سپیشل سیکرټري او صدر آزاد جموں او کشمیر بیډ منټن ایسوسي ایشن راجه طاهر ممتاز خان، مئیر مظفرآباد سکندر نثار ګیلانی، ډائریکټر جنرل سپورټس ملك شوکت حیات پشمول ډپټي کمشنر مدثر فاروق ، سرکاري افسرانو، بیډ منټن پلئیرز او نور هم موجود وو۔ نېشنل بیډمنټن چیمپئن شپ كښې د ټول آزاد کشمیر څخه 10 ډلي برخه اخلي۔ د ایونټ میچز جلال آباد سپورټس کمپلیکس مظفرآباد كښې كيږي۔ د پرانستي دستورې خاص ميلمه ځائې بریګیډیئر په ایونټ كښې برخه اخستونكو لوبغاړو سره ملاقات هم وكړو۔ د ایونټ د پرانستي ميچ د کوټلی او پونچھ ډلو ترمينځه وشو۔دې څخه وړاندې سیکرټری سپورټس تهذیب النساء لوبغاړو له د چیمپئن شپ لپاره شرټس هم وركړل۔