كوئټه21 اګست(اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي جمال خان رئيساني سره د جهالاوان عوامي نېشنل پارټي مشر مير شفيق الرحمان مينګل ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د بلوچستان په سياسي او معاشي پرمختګ تفصيلي خبرې شوي۔په دې موقع دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې په صوبه كښې امن٬استحكام او شموليتي پرمختګ لپاره شريك اتحاد او اجتماعي هڅې …
د قامي اسمبلۍ غړي جمال خان رئيساني سره د مير شفيق الرحمان مينګل ملاقات

مزید خبریں
كوئټه21 اګست(اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي جمال خان رئيساني سره د جهالاوان عوامي نېشنل پارټي مشر مير شفيق الرحمان مينګل ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د بلوچستان په سياسي او معاشي پرمختګ تفصيلي خبرې شوي۔په دې موقع دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې په صوبه كښې امن٬استحكام او شموليتي پرمختګ لپاره شريك اتحاد او اجتماعي هڅې د وخت مهم ضرورت دے۔په ملاقات كښې د جمهوري اقدارو ودې٬په صوبه كښې د اوږد مهاله امن او اولسي خېرښېګړی په پروژو د شريك عزم څرګندونه وشوه ۔جمال خان رئيساني ووئېل بلوچستان ته رامخې ته شوو مسئلو حل لپاره مكالمه او اجتماعي حكمت عملي ضروري ده او مير شفيق الرحمان د صوبې تعمير او پرمختګ له په هر اقدام كښې د خپلې بشپړ مرستې باور وركړو ۔ملاقات ښه ماحول كښې پاې ته ورسېد او دواړو لارښودو د بلوچستان او پاكستان ښه والي لپاره پرله پسې روابط جاري ساتلو ته اتفاق وكړو۔











