خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو بارانونو٬ د اوبو شړق او سېلاب څخه د حق رسېدلو شمېره 427 ته ورسېده

پېښور 21 اګست (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو بارانونو٬ د اوبو شړق او سېلاب څخه د حق رسېدلو شمېره 427 ته رسېدلې ده چې پكښې بونېر ضلع زياته ځپلې شوې ده۔ پي ډي اېم اے د بارانونو او د فلش فلډ په سبب د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې د شوې مالي او ځاني زيان رپورټ جاري كړے دے ۔ د پي ډي اېم اے رپورټ له …

پېښور 21 اګست (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو بارانونو٬ د اوبو شړق او سېلاب څخه د حق رسېدلو شمېره 427 ته رسېدلې ده چې پكښې بونېر ضلع زياته ځپلې شوې ده۔ پي ډي اېم اے د بارانونو او د فلش فلډ په سبب د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې د شوې مالي او ځاني زيان رپورټ جاري كړے دے ۔ د پي ډي اېم اے رپورټ له مخې په صوبه كښې په مجموعي توګه 427 كسان مړه شوې دي٬ په صوابۍ كښې 12 نور مړي ترلاسه كېدو نه پس ضلع كښې په مجموعي توګه د مړو شمېره 42 ته رسېدلې ده دغسې په بونېر كښې د مړو شمېره 291 ته رسېدلې چې پكښې 182 سړي ٬ 43 مېرمنې او 60 ماشومان شامل دي ٬ د دې نه علاوه د بارانونو او فلش فلډ په سبب 1398 خونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 1030 په جزوي توګه او 368 په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي٬ د ياونې وړه ده بارانونو او سېلاب د صوبې په بېلا بېلو ضلعو سوات، بونير ، باجوړ، مانسهره، شانګله ،كوز دير٬ بټګرام او صوابۍ كښې تباهي كړې ده چرته چې د اېن ډي اېم لخوا٬ ضلعي انتظاميه سره سره د پاك پوځ لخوا د مرستې هلې ځلې روانې دي۔ د پي ډي اېم له مخې د صوابۍ په دالوړي سيمه كښې د كلاډ برسټ څخه د تباهۍ نه وروستو د رېسكيو 1122 د لټون عمليات بشپړ شوي او نن هم په ذكر شوې سيمه كښې 12 نور مړي موندلې شوي دي

مزید خبریں