پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي د 9 مئي ذمه وارو او سهولت كارو له به د قانون له مخې انصاف سره مخ كېدل وي، هند ته جې د پاكستان او پاك پوځ څخه بشپړ ځواب ترلاسه شو نو د هغوي پراكسيز او پخپله هم ډس کريډټ شول، د نيشنل ايکشن پلان په 14 نکات بشپړ …
د 9 مئي ذمه وارو او سهولت كارو له به د قانون له مخې انصاف سره مخ كېدل وي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي
پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي د 9 مئي ذمه وارو او سهولت كارو له به د قانون له مخې انصاف سره مخ كېدل وي، هند ته جې د پاكستان او پاك پوځ څخه بشپړ ځواب ترلاسه شو نو د هغوي پراكسيز او پخپله هم ډس کريډټ شول، د نيشنل ايکشن پلان په 14 نکات بشپړ عمل ډېر ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښې كړې۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د سهېل وړائچ د كوم آرټيکل چې خبره كېږي ھغه د برسلز ايونټ ٶ او هلته د سلګونو په شمېر خلقو فيلډ مارشل سره عكسونه جوړ كړي، د سرلښكر لخوا چا ته انټرويو نه د وركړې شوې٬ د پي ټي آئي هېڅ ذكر نه دے شوے او نه د ھغوي د معافۍ ذكر شوے، ذاتي مفادات او تشهير لپاره دا د يو خبريال خپله هڅه ده ۔ ده ووئيل د 9 مئي د ذمه وارو او سهولت كارو له به د قانون له مخې انصاف سره مخ كېدل وي٬ د افسوس خبره ده چې يو سينئر خبريال دومره د غېر ذمه وارۍ مظاهره كړې۔ ده ووئيل پاکستان د منطقې تقدير بدلونكے هېواد دے٬ هم په دې سبب په دې هېواد پرله پسې بريدونه كېږي، ده ووئېل د هند دا خيال ٶ چې د خپل ترهګر پراکسيز او نورو سهولت كارو د مرستې نه وروستو به چې كله ھغه بريد وكړي نو د پاكستان پوځ به په آسانۍ سره ډس كرېډټ شي خو هر څه اپوټه وشول ٬ د پاکستان او پاك پوځ لخوا چې بشپړ ځواب ترلاسه شو نو د هغوي خپل پراكسيز او پخپله هم ډس کريډټ شول۔ ده ووئيل ما ته چا وئيلي وٶ چې هند د اربونو ډالرو عسكري ساز وسامان لري نو پاكستان ته به په آسانۍ سره ماتې وركړي٬ چا به وئيل چې هند له بريد پكار دے دغسې چې يو خوا هند او بلخوا به د هغوي پراکسيز فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان په يو وخت بريد وكړي٬ او بيا نړۍ مشاهده كړه چې پاكستان په دواړو محاذونو د دښمن مقابله وكړه۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل پاکستان څخه د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د غېر قانوني سپيکټرم د ختمولو چې كومه پرېكړه ټولو سياسي ګوندونو په كال 2014 كښې كړې وه٬ تر نننه په ھغې بشپړ عمل ونه شو، غېر قانوني مېشته افغان وګړي كوم چې په جرمونو كښې ككړ دي٬ اوباسو نو هم زمونږ په هېواد كښې د يو څو سياسي او كريمنل كردارونو مسئله پېل شي۔ ده ووئيل د نيشنل ايکشن پلان په 14 نکات بشپړ عمل ډېر ضروري دے، د ګورننس خلاء پوځ، پوليس او قانون نافذ كوونكې ادارې هره ورځ پخپله وينه پورا كوي۔ ده ووئيل د پاكستان ځوانان زمونږ اثاثه دي٬ دوي له د خپل نظرياتي رياست په ميراث او تاريخ پوهېدل پكار دي۔











