ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده د كومې خاتمې لپاره چې شريكې نړيوالې هلې ځلې ضروري وي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ترهه ګرۍ كاروائيو كښې شهيدو شوو بې ګناه وګړو او د امنيتي ځواكونو ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده٬د دې خاتمې لپاره شريكې نړيوالې هلې ځلې ضروري دي٬د ترهه ګرۍ په نښه شوو يادولو او هغوي ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پیغام …

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ترهه ګرۍ كاروائيو كښې شهيدو شوو بې ګناه وګړو او د امنيتي ځواكونو ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده٬د دې خاتمې لپاره شريكې نړيوالې هلې ځلې ضروري دي٬د ترهه ګرۍ په نښه شوو يادولو او هغوي ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې سپيكر سردار اياز صادق د ترهه كرۍ په نښه شوو شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونې كولو سره ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې زيان پورته كړے٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 80 زره څخه د زياتو ځانونو قربانۍ وركړي٬ ترهه ګرۍ څخه د هېواد معيشت ته د اربونو ډالر زيان رسېدلے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د مخالفو قواؤ ملاتړ لرنكي ترهه ګر په پاكستان كښې امن او پرمختګ ته د زيان رسولو په سازشونو كښې ككړ دي٬پاكستاني قام په جرات٬اتحاد او حوصلې د ترهه ګرۍ مقابله كړی۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو ځوانان نن هم د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي٬قامي ايكشن پلان او سماجي اقتصادي اقدامات څخه د ترهه ګرو نيټ وركس كمزورے شوے٬ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده٬د دې خاتمې لپاره شريكې نړيوالې هلېې ځلې ضروري دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل په نړۍ كښې پائيدار امن هغه وخت ممكن دے كله چې ټول هېوادونه د ترهه ګرۍ په ضد يو شي٬د شهيدانو قربانۍ د قامي تاريخ روښانه باب دے او تل به ياد ساتلې شي٬تر آخري ترهه ګر خاتمې به دا جنګ روان وي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د فلسطين او مقبوضه كشمير اولس د ترهه ګرۍ د لارې په نخښه كيږي٬فلسطين كښې روانه اسرائيلي ترهه ګري د نړۍ لپاره امتحان دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل په فلسطين كښې په زرګونو كسان د اسرائيلي ترهه ګرۍ كاروائيو كښې په نخښه شوي ٬نړيواله ورورولي دې په فلسطين او كشمير كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره كردار ادا كړي۔

مزید خبریں