د پاك چين خارجه وزيرانو د اسټريټجك ډائيلاګ 6م پراؤ ٬ سي پېك 2.0 ٬ تجارتي او اقتصادي اړيكو ٬ګڼ اړخيزه مرستې٬اولسي روابطو په څير څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی)د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د چين خارجه وزير وانګ ژي ترمينځه د خارجه وزيرانو د اسټریټجك ډائيلاګ شپږم پراؤ اسلام آباد كښې تر سره شو۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو لارښودو د پاك۔چين اړيكو ټولو اړخونو تفصيلي جاج واخست او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د ډائيلاګ …

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی)د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د چين خارجه وزير وانګ ژي ترمينځه د خارجه وزيرانو د اسټریټجك ډائيلاګ شپږم پراؤ اسلام آباد كښې تر سره شو۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو لارښودو د پاك۔چين اړيكو ټولو اړخونو تفصيلي جاج واخست او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د ډائيلاګ په مهال د دوه اړخيزه مرستې به بېلو څانګو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې سي پېك 2.0 ٬ تجارتي او اقتصادي اړيكو٬ګڼ اړخيزه مرستسې او اولسي روابط شامل وو۔دواړو لارښودو په دې امر زور راوړو چې د پاكستان او چين تل پاتي او اسټريټجك شراكتداري په منطقه كښې د امن و استحكام لپاره ډېره مهمه ده او د دواړو هېوادونو پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري حېثيت لري۔دوي د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان او چين نزدې رابطه او مشاورت به نه يوازې په دوه اړخيزه كچه بلكې په ګڼ اړخيزه فورمز هم روان ساتي۔

مزید خبریں