د وفاقي وزير جام كمال خان د بنګله ديش د صنعت سلاحكار سره ملاقات ٬ د صنعتي مرستې په زياتولو موافقه

ډھاکه۔21 اګست اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د زيارت په ورځ په ډھاكه كښې د بنګله دېشن د صنعت سلاحكار عادل عبد الرحمن سره ملاقات وكړو۔ د زيارت په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې په دوه اړخيزه صنعتي مرسته ٬ سرمايه كارۍ او تجارت ته د ودې وركولو په بېلو اړخونو بشپره خبرې وشوې۔ په بنګله دېش كښې د …

ډھاکه۔21 اګست اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د زيارت په ورځ په ډھاكه كښې د بنګله دېشن د صنعت سلاحكار عادل عبد الرحمن سره ملاقات وكړو۔ د زيارت په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې په دوه اړخيزه صنعتي مرسته ٬ سرمايه كارۍ او تجارت ته د ودې وركولو په بېلو اړخونو بشپره خبرې وشوې۔ په بنګله دېش كښې د پاكستان هائي كمشنر عمران حېدر هم په دې موقع موجود ؤ۔ په ملاقات كښې دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او بنګله دېش دې خپل صنعتي او معاشي صلاحيتونه دوه اړخيزه ګټې لپاره وكاروي۔ په ملاقات كښې فوډ سكيورټي ٬ فوډ وېلیو اېډیشن او د صنعتی ټېکنالوجۍ تبادلې د مهمو څانګو په توګه رامخې ته كړې شوې۔ دواړو هېوادونو د پوهانو او پلاويو د تبادلو د لارې د علم او تجربات په ګډولو هم موافقت وكړو۔ وفاقی وزیر جام کمال خان ووئيل پاكستان د بنګله دېش صنعي څانګه كښې همكارۍ او سرمايه كارۍ كښې خوښي لري۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د يو شريك وژن لاندې به داسې سازګار معاشي چاپېريال رامخې ته شي كوم به چې په صنعتي پرمختګ كښې مرستياله وي۔ ده د بنګله دېش دواسازۍ ٬ ټېكسټائل او آئي ټي سېكټر كښې ښكاره كاميابۍ وستائېلې۔ د بنګله دېش د صنعت سلاحكار په خپل هېواد كښې په صنعتي پرمختګ او مخ په زياتېدونكو حاجتونو رڼا واچوله او پاكستان سره يۍ په همكارۍ كښې ژوره خوښي ولرله

مزید خبریں