اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير مصطفی كمال وئېلېي دي د پاکستان میډیکل اېنډ ډینټل کونسل ( پی اېم ډی سي ) لږ تر لږ د انساني عمل دخل لرونكے جوړولو سره به په بشپر ډول ډيجيټل كولې شي۔ د دې اقدام مقصد مېرټ، سپېځلتيا او سروس ډېلیوری كښې انساني مداخلت كمول دي۔ وفاقي وزير ووئيل د راروان اېم ډي كېټ امتحان په چمتوالي نيولو كښې دې …
پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل به ډيجيټل كولې شي : د صحت وفاقي وزير مصطفی كمال
اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير مصطفی كمال وئېلېي دي د پاکستان میډیکل اېنډ ډینټل کونسل ( پی اېم ډی سي ) لږ تر لږ د انساني عمل دخل لرونكے جوړولو سره به په بشپر ډول ډيجيټل كولې شي۔ د دې اقدام مقصد مېرټ، سپېځلتيا او سروس ډېلیوری كښې انساني مداخلت كمول دي۔ وفاقي وزير ووئيل د راروان اېم ډي كېټ امتحان په چمتوالي نيولو كښې دې كومه بې غوري ونكړې شي۔ ده پوهنتونونو ته د ذمه وارو سنبالولو ٬ په هر پړاؤ كښې د سپېځلتيا او ځواب باوري كولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل مونږ د يو داسې نظام بنياد اېږدؤ چرته چې سپېځلتيا ٬ مېرټ او كاركردګۍ ته پام لرنه وكړې شي۔ ده ووئيل په اداره كښې به اوس هر يو عمل ډيجيټل وي چې ورسره به د مخ ملازې ٬ تاخير او كرپشن په څير مسئلې ختمېدل ممكن شي۔ د اېم اېنډ ډي سي چارواكو د اېم ډي كېټ امتحان 2025 سره د اړوندو تيارو په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل د اېم ډي سي كردار د كانديدانو رجسټرېشن او د اېم ډي كېټ عمل تر نګرانۍ محدود دے۔ امتحان كول ٬ پېپر سېټنګ، اېډمنسټرېشن، او ایویلېوېشن، د نومولے شوو داخلے وركوؤنكو پوهنتونونو ذمه واري ده۔ د كانديدانو آسانۍ لپاره په ګرد هېواد كښې 30 څخه د زياتو امتحاني ځايونو تعين شوے ۔ وفاقی وزیر د آن لائن رجسټرېشن او مانیټرنګ پورټل هم معائنه كولو سره د ټولو صوبو په متفقه نصاب د اډانه لرونكي بشپړ سواليه بنك جوړېدو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د يو شمېر چېلنجونو باوجود د پاكستان تعيلمي نظام د نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات ښه دے۔ په نوي جوړ كړي معياري نصاب اډانه سواليه بنك ټولو سيمو ته يو برابر موقع وركوي۔











