د موسمياتي بدلون وزير مملکت ډاکټر شذرہ منصب علي خان په مېنګوره كښې سېلاب ځپليو سره وليدل

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملکت ډاکټر شذرہ منصب علي خان د زيارت په ورځ د مېنګورې دوره وكړه او په دې موقع يې سېلاب ځپلو سره ملاقات كولو نه علاوه د زمكيز صورتحال جاج واغست۔ په دې مهال ډاکټر شذرہ منصب ځپلو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره باور وركړٶ چې حكومت به د ځپلو سيمو بحالۍ لپاره هر ډول ممكن مرسته …

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملکت ډاکټر شذرہ منصب علي خان د زيارت په ورځ د مېنګورې دوره وكړه او په دې موقع يې سېلاب ځپلو سره ملاقات كولو نه علاوه د زمكيز صورتحال جاج واغست۔ په دې مهال ډاکټر شذرہ منصب ځپلو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره باور وركړٶ چې حكومت به د ځپلو سيمو بحالۍ لپاره هر ډول ممكن مرسته كوي۔ وزير مملکت په ګرد هېواد كښې د پشكال شجركارۍ په كمپائن كښې هم برخه واخسته كوم چې د “يوې لور٬ يو بوټي” په سرخط د وزيراعظم په مشرۍ كښې پېل شوے٬ د كمپائن هدفت په ګرد هېواد كښې 4 كروړه لس لكه بوټي نالول دي دغسې چې د ماحولياتي نظام بحالي، په موسمياتي لچك كښې اضافه او اولسي شموليت ته وده وركړې شي۔ په دې موقع د موسمياتي بدلون وفاقي سيکرټري عائشه حميرا موراني هم موجود وه۔

مزید خبریں