اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي وړومبۍ اقتصادي سرشمېره يو عظيم سنګ ميل او د پاکستان د پرمختګ بنياد دے ٬ كوم چې به په پاليسي سازۍ٬ سرمايه كارۍ٬ روزګار٬ مالي وسائلو او د سماجي خدمات پشمول ټولو كښې د انقلاب سبب وګرځي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د هېواد وړومبۍ اقتصادي سر شمېرې اجراء …
وړومبۍ اقتصادي سرشمېره يو عظيم سنګ ميل او د پاکستان د پرمختګ بنياد دے . وفاقي وزير احسن اقبال
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي وړومبۍ اقتصادي سرشمېره يو عظيم سنګ ميل او د پاکستان د پرمختګ بنياد دے ٬ كوم چې به په پاليسي سازۍ٬ سرمايه كارۍ٬ روزګار٬ مالي وسائلو او د سماجي خدمات پشمول ټولو كښې د انقلاب سبب وګرځي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د هېواد وړومبۍ اقتصادي سر شمېرې اجراء كولو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل سر شمېرو څخه ترلاسه معلومات په كارولو به د اړان پاكستان وژن مخ په وړاندې بوتلل او تر كال 2035 د هېواد معيشت يو ټرېلين ډالرو هدف سر كولو له مرستياله وګرځي، معاشي سرشمېرې څخه به غېر رسمي څانګې د معيشت په چوكاټ كښې شاملولو٬ اېس اېم ايز لپاره پاليسۍ جوړولو او د برامدي صلاحيت ادارو ته د معاونت په رسولو كښې مرسته وكړي۔ ده ووئيل نن وړومبۍ اقتصادي سر شمېره جاري كېږي٬ اقتصادي منصوبه بندۍ لپاره درست او په حقائقو اډانه اقتصادي ډيټا بنيادي ضرورت دے ځكه چې د دې په بنياد پاليسۍ جوړېدې شي٬ بنګله دېش تر اوسه درې او زمونږ ګاٶنډي هېواد 7 اقتصادي رائے شمېرې كړې دي، سباون د مصنوعي ذهانت او د ډيجيټل معيشت دے او دې لپاره بنيادي اېندهن او خام مال ډېټا وي٬ كه سمه ډېټا موجود نه وي نو مصنوعي ذهانت هم خپل كار نشي كولې٬ زمونږ لپاره دا خوشبينه خبره ده٬ نن مونږ د هېواد وړومبۍ اقتصادي سرشمېره جاري كوٶ٬ په دې مونږ د پاكستان شمارياتي بيورو د انتظاميه او ډلې ٬ د منصوبه بندۍ وزارت او دې سره تړلې ټولو اهلكارو ته مباركي وركوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل رائے شمېره كښې د 4 كروړه سټرکچرز جيوټيګينګ شوے ٬ دې لپاره د سپاركو مرسته ترلاسه وې ٬ دې سره سره سيټلائيټ عكسونو څخه هم د دې تصديق كېږي دغسې چې د زيات اعتبار وړ معيار باوري كړے شي۔ رائے شمېرو څخه درك لګېدلے دے چې 72 لكه ته نزدې ادارې معاشي يا معاشي هلو ځلو سره تړلې دي٬ هره اداره صنعتي كوډ سره رېكارډ كړې شوې دغسې چې پاليسي سازۍ او کاروباري طبقه دې څخه مستفيد شي او د ډېټا په بنياد پرېكړې وكړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل وړومبۍ اقتصادي سرشمېره يو عظيم سنګ ميل او د پاکستان د پرمختګ بنياد دے٬ كومه چې به په پاليسي سازۍ٬ سرمايه كارۍ٬ روزګار٬ مالي وسائلو او د سماجي خدمات پشمول ټولو كښې د انقلاب سبب جوړېدې شي٬ سرشمېرو څخه ترلاسه معلومات سره به د اړان پاكستان وژن مخ په وړاندې بوتللو او تر كال 2035 د هېواد معيشت يو ټرېلين ډالرو هدف سر كولو له مرستياله وګرځي ۔











