د زرګونو په شمير كورنيو د ترهګرۍ زخمونه تر نن ورځې تازه دي٬ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو: د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ترهګرۍ ټولو ځپلو ته سلام كولو سره وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ د لاسه تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے٬ د زرګونو په شمېر كورنيو د ترهګرۍ زخمونه نن هم تازه دي٬ هغه بې ګناه ځانونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو كوم چې د ترهګرۍ ښكار شوي او له مينځه تللې دي۔ د ترهګرۍ د …

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ترهګرۍ ټولو ځپلو ته سلام كولو سره وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ د لاسه تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے٬ د زرګونو په شمېر كورنيو د ترهګرۍ زخمونه نن هم تازه دي٬ هغه بې ګناه ځانونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو كوم چې د ترهګرۍ ښكار شوي او له مينځه تللې دي۔ د ترهګرۍ د لاسه مو مېړني سياستوال ٬ نوموړي علماﺀ كرام ٬ فرض شناس پوځي ٬ پوليس او سول افسران او بې شمېره عام وګړي له لاسه وركړې دي۔ د ترهګرۍ ځپلو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو په نړيواله ورځ خپل پېغام كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې توي شوے اولنے څاڅكے زمونږ د عزم او حوصلې ګواهي وركوي۔ د اے پي اېس د ماشومانو وينې زمونږ د قام په زړونو ابدي زخم جوړ كړے دے ۔ د ترهګرۍ ځپلو كورنيو يادونه د نه هېرېدو دي۔ قام به د دوئي مقروض وي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ او نړۍ ترمينځه د مضبوط ديوال په څير ولاړ دے۔ محسن نقوي ووئيل د نړۍ يو شمېر هېوادونه د ترهګرۍ د لاسه ځپلے شوي او په نړيواله كچه د ګډو اقداماتو د لارې په دې قابو ممكن دے۔ ده ووئيل ترهګري يوه نړيواله مسئله ګرځولو سره ټېكنالوجي او انټېليجنس شيئرنګ كښې د نړيوالې همكارۍ لارې پرانستلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد د نړۍ د يووالي او مرستې بشپړ ملاتړ كونكے دے

مزید خبریں