وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكائي لنډ مهالې سفيرې نیټلی بیکر ملاقات

اسلام آباد۔21 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې لنډ مهالې سفيرې نيټلي بېكر مهم ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاک امریکا اړيكو او د ترهګرۍ او نشائي توكو مخنيوي له په ګډه د كار په كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ لنډ مهالې سفيرې داخله وزير له د نشان امتياز په ترلاسه كولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو …

اسلام آباد۔21 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې لنډ مهالې سفيرې نيټلي بېكر مهم ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاک امریکا اړيكو او د ترهګرۍ او نشائي توكو مخنيوي له په ګډه د كار په كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ لنډ مهالې سفيرې داخله وزير له د نشان امتياز په ترلاسه كولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ لنډ مهالې امريكائي سفيرې په پاكستان او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو او سېلابونو دلاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل زمونږ ټولې خواخوږۍ د حق رسېدلو كسانو غمجنو كورنيو سره دي۔ په دې موقع وفاقي وزير محسن نقوي تلپاتي نړيوال امن لپاره د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د غېر معمولي هڅو ستائنه وكړه۔ د ده وېنا وه چې د پاك هند جنګ په شمول د 4 جنګونو په مخ نيوي امريكائي صدر د انسانيت خذمت كړے دے۔ هيله ده چې د غزه او روس – يوكرېن جنګ بندولو كښې به هم د امريكائي صدر هڅې ګټورې ثابت شي۔ ده ووئيل د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په دور كښې پاك امريكا اړيكې لا ښې شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان امن لپاره د هر پورته كېدونكي ګام هركلے كوي۔ د لنډ مهاله امريكائي سفيرې وېنا وه چې پاكستان زمونږ يو مهم ملګرے هېواد دے٬ پاكستان سره اړيكو ته خصوصي اهميت وركوؤ

مزید خبریں