د وزيراعظم سياسي مشرانو سره رابطه ٬ په ګرد هيواد كښې د پشكال په روانو بارانونو او سيلابي صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ګرد هېواد كښې د پشكال په زياتو بارانونو او سېلابي صورتحال سياسي مشرانو سره رابطه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري سره تماس ونيولو او هغه سره يۍ په جنوبي سندھ په خاص توګه كراچۍ كښې دبارانونو او سېلاب په …

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ګرد هېواد كښې د پشكال په زياتو بارانونو او سېلابي صورتحال سياسي مشرانو سره رابطه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري سره تماس ونيولو او هغه سره يۍ په جنوبي سندھ په خاص توګه كراچۍ كښې دبارانونو او سېلاب په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په شوي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د وفاقي حكومت لخوا په بېړني صورتحال قابو موندلو له د سندھ حكومت ته د هر ډول مرستې پېشكش وكړو۔ وزیراعظم د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ته د سندھ حكومت سره په رابطه كښې د پاتې كېدو ٬ صوبائي ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټي ته د هر ډول مرستې وړاندې كولو او اولس ته د ممكنه خطرې پېشګي اطلاع وركولو هدايت وكړو۔ په دې مهال وزيراعظم د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم او د زده كړو وفاقي زير ډاكټر خالد مقبول صديقي سره هم ټېلېفوني خبرې وكړې۔ وزيراعظم د جماعت اسلامي امير سره په خېبر پښتونخوا كښې د اوسنو بارانونو د لاسه په شوي زيان او د مرستې په روانو هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د مرستې په هلو ځلو كښې د الخدمت فاؤنډېشن لخوا د فعاله برخې اخستلو اقدام وستائلو۔ د وزیر اعظم او ډاكټر خالد مقبول صديقي ترمينځه په سندھ كښې د اوسنو بارانونو او روان سېلابي صورتحال او د نورو بارانونو په ممكنه خطرو خبرې وشوې۔ وزیراعظم د وفاقي حكومت لخوا په كوم هم بېړني حالت قابو موندلو له د اېن ډي اېم اے او نورو وفاقي ادارو لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔

مزید خبریں