د چين خارجه وزير وانګ ژي د پاكستان په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېد٬نائب وزيراعظم اسحاق ډار په نور خان هوائي مېدان د خاص مېلمه هركلے وكړو

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ ژي د پاكستان په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېد٬نائب وزيراعظم اسحاق ډار په نور خان هوائي مېدان د خاص مېلمه هركلے وكړو ۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د خارجه وزارت او په پاكستان كښې د چين سفارت اعلٰی …

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ ژي د پاكستان په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېد٬نائب وزيراعظم اسحاق ډار په نور خان هوائي مېدان د خاص مېلمه هركلے وكړو ۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د خارجه وزارت او په پاكستان كښې د چين سفارت اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د پاكستان روايتي لباس كښې ملبوس ماشومانو د خاص مېلمه هركلے وكړو او د ګلونو ډالۍ يې وركړه۔د دورې په مهال به د چين خارجه وزير په اسلام آباد كښې راجوړ كړي 6م د پاك – چين خارجه وزيرانو سټرټيجك ډائيلاګ كښې ګډون كوي۔د چين خارجه وزير وانګ ژي نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په بلنه پاكستان ته راغلے دے۔د چين خارجه وزير به په اسلام آباد كښې پاك چين سټريټجك ډائيلاګ 6م دور كښې د خپل هېواد نمائندګي كوي او نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره د پاك- چين سټريټجك ډائيلاګ به شريكه مشري هم كوي۔

مزید خبریں