د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د امرېكې ناظم الامور نېټلي بېكر ملاقات٬ تبل ٬ ګاز ٬ معدنيات په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په مضبوطولو خبرې

اسلام آباد ۔ 20 اګست (اےپي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره پاكستان كښې د امرېكې ناظم الامور نېټلي بېكر ملاقات وكړو ٬ ملاقات كښې د امرېكې او پاكستان تر مينځه د توان په خاص توګه تېل ٬ ګاز ٬ معدنيات په څانګو كښې د مرستې په مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ د پټروليم وزارت نه جاري بيان تر مخه ملاقات كښې ناظم …

اسلام آباد ۔ 20 اګست (اےپي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره پاكستان كښې د امرېكې ناظم الامور نېټلي بېكر ملاقات وكړو ٬ ملاقات كښې د امرېكې او پاكستان تر مينځه د توان په خاص توګه تېل ٬ ګاز ٬ معدنيات په څانګو كښې د مرستې په مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ د پټروليم وزارت نه جاري بيان تر مخه ملاقات كښې ناظم الامور د پاكستان د توان صنعت كښې د امرېكې د سرمايه كارۍ د پراختيا موقعې رامخې ته كړې۔ هغه ووئېل د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وژن تر مخه د امرېكې كمپنۍ د پاكستان تېل٬ ګاز او د معدنيات په څانګو كشې ژوره خوښي لري۔ امرېكا د پاكستان سره په ګډه د كار كولو لپاره عزم لري ۔ د امرېكې سفارت په ايكسپلورېشن اينډ پروډكشن سېكټر كښې د امرېكې او پاكستان كمپنيو تر مينځه نيغ په نيغه روابط جوړولو كښې به فعاله كردار ادا كوي۔ دغسې چې د دې څانګې مكمل صلاحيت وكارولې شي۔ وفاقي وزير پروېز ملك د امرېكې د سرمايه كارو د خوښۍ هر كلے وكړو۔ ده ووئېل د پاكستان حكومت آف شور او آن شور آئل و ګېس د ايسكیلورېشن بلاكس لپاره د نيلامۍ عمل پېل كوي كومه چې د ڼريوالو شاكت دارو لپاره ښه موقع ده ٬ باكستان كښې په خاص توګه شېل آئل او ګاز په اړه ډېر زيات غېر استعمال شوي وسائل موجود دي او دا مقامي وسائل د استعمال وړ پانګو باندې بدلول زمونږ د حكومت هدف دے۔ ده ووئېل مونږ د وړاندې نه د امرېكائي كمپنو سره د مثبت معلومات تبادله كوو ۔ دواړو چاراكو اوسنے وېبينار وستائېلو كوم چې د امريكائي كمپنيو د معدنيات په څانګه كښې د موقعو سره ټړلو لپارتابيا شوے ؤ۔ دا په سبوان كښې د تېل او ګاز په څانګه كښې د مرستې لپاره يو ماډل وګرځولے شو۔ ناظم الامور په دې خبره زور راوړو چې امرېكا او پاكستان تر مينځه د ترهه ګرۍ د مخ نيوي مكالمه په كاميابۍ سره روانه ده ۔ مونږ غواړو چې دا همكاري په اقتصدادي مېدان كښې هم وړاندې بوځوو۔

مزید خبریں