پېښور 20 اګست (اے پی پی) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د شورو په ورځ صوابۍ كښې د شاہ فضل کاکا سره ملاقات وكړو د چا د كورنۍ چې 13 كسان په سېلاب كښې په حق رسيدلې دي ،انجنیئر امیر مقام د غمجن مشر سره د افسوس او يووالي څرګندونه وكړه۔په دې موقع وفاقی وزیر …
وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د سېلاب له امله د يوې كورنۍ د 13 كسانو په مړينه مشر وګړي شاہ فضل کاکا سره غمرازي ښكاره كړه
پېښور 20 اګست (اے پی پی) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د شورو په ورځ صوابۍ كښې د شاہ فضل کاکا سره ملاقات وكړو د چا د كورنۍ چې 13 كسان په سېلاب كښې په حق رسيدلې دي ،انجنیئر امیر مقام د غمجن مشر سره د افسوس او يووالي څرګندونه وكړه۔په دې موقع وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام ووئيل دا د لويې غم او دړد وخت دے، داسې الفاظ نشته چې دا غم بيان كړو،خو دلته ځكه راغلے يم چې هر يو ځپلي له باور وركړو چې تاسو يواځې نه ئې۔ده ووئيل په دې سخت او د آزمائش په وخت كښې زه ستاسو سره ولاړ يم۔











