اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ايران قم صوبې ګورنر اكبر بهنامجو سره د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان او ايران ترمينځه كلتوري٬تاريخي او مذهبي خپلولي رامخې ته كولو سره دغه اړيكې په تجارتي او زرعي مرسته بدلولو زور راوړلے شوے۔د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت له مخې د وزيراعظم …
د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ايران قم صوبې ګورنر سره ملاقات
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ايران قم صوبې ګورنر اكبر بهنامجو سره د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان او ايران ترمينځه كلتوري٬تاريخي او مذهبي خپلولي رامخې ته كولو سره دغه اړيكې په تجارتي او زرعي مرسته بدلولو زور راوړلے شوے۔د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت له مخې د وزيراعظم وژن په رڼا كښې د پاكستان د ايران سره دوه اړخيزه تجارت ته لا ودې وركولو له د عزم پخلي سره زرعي څانګه د شريكې خوښې بنيادي ميدان وګرځولو۔ده په دې خبره رڼا واچوله چې پاكستان د اعلٰی معيار وريژې٬آم٬حلاله غوښه او د جوارو بشپړ صلاحيت لري۔وفاقي وزير دا حقيقت رامخې ته كړو چې زراعت د دواړو هېوادونو لپاره د غذائي تحفظ او انضمام بنياد جوړیدے شي۔وفاقي وزير د دې خبرې هركلے وكړو چې ايران د پاكستان په زرعي برآمدات خپل انحصار زياتولو له لوظي دے۔ايران په دې خبره اتفاق وكړو چې مونږ به د پاكستان څخه په زيات مقدار وريژې درآمد كوو۔رانا تنوير حسين دا ملاقات كوټلي زرعي اتحاد پلو يو مهم اقدام ګرځولو سره ګورنر له د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔











