پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ريليف ٬ بحالۍ او آبادۍ خصوصي مرستيال ملك نېك محمد خان داوړ د سېلاب ځپیلو مرستې په لړ كښی د صوابۍ ضلعې دوره وكړه ۔ د ريليف څانګې وياند له مخې خاص مرستيال په ډپټي كمشنر آفس كښې ضلعي انتظاميې سره غونډه كښې ګډون وكړو او د اوسنو بارانونو او سېلاب صورتحال په اړه يۍ بريفنګ واخست۔ ده ریسکیو …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی خاص مرستيال د سيلاب ځپلو مرستې له د صوابۍ او سوات دوره ٬ انتظاميې ته د چمتو پاتې كيدو امر

مزید خبریں
پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ريليف ٬ بحالۍ او آبادۍ خصوصي مرستيال ملك نېك محمد خان داوړ د سېلاب ځپیلو مرستې په لړ كښی د صوابۍ ضلعې دوره وكړه ۔ د ريليف څانګې وياند له مخې خاص مرستيال په ډپټي كمشنر آفس كښې ضلعي انتظاميې سره غونډه كښې ګډون وكړو او د اوسنو بارانونو او سېلاب صورتحال په اړه يۍ بريفنګ واخست۔ ده ریسکیو 1122، پی ډی اېم اے او د سول ډیفنس ډلو ته د لا چمتو پاتې كېدو هدايت وكړو دغسې چې په كوم هم بېړني صورتحال په وخت قابو وموندلے شي۔ ملک نېک اېم خان داوړ د ریسکیو 1122 هېډکوارټر مېنګورې او ضلعي دفتر هم دوره وكړه چرته چې ده ته اېمرجنسی آفیسر رفیع اے مروت د رېسکیو فعاليتونو ، ځپلو ته د وركړې كېدونكو طبي مرستې او ريليف آپرېشنز په اړه بريفنګ وركړو۔ خاص مرستيال په پېشه ورو صلاحيتونو ٬ د عصري ټېكنالوجۍ په كارولو او اېمرجنسی کال هېنډلنګ سسټم د اطمينان څرګندونې كولو سره په غوره كاركردګۍ رېسكيو اهلكارو ته شاباسے وركړو۔ ده د اېمبولېنس، فائر وهیکلز او واټر ریسکیو ګاډو معائنه هم وكړه او د رېسکیو 1122 سوات كاركردګي يۍ وستائېله۔ ملک نېک اېم خان داوړ ووئيل رېسکیو اهلکار د اولس د ځان او مال اصل محافظان دي۔ ده باور وركړو چې رېسکیو 1122 لا فعاله او مضبوطولو له به حكومت ټول ګامونه پورته كوي دغسې چې اولس ته په وخت او معياري خذمات ورسولې شي۔











