پېښور 20 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر علي خان وئيلي دي صوبه اوسنو سېلابونو كښې ډېره ځپلې شوې او يو شمېر سيمې اوس هم ستونزو سره مخ دي۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل پاك پوځ، صوبائي او وفاقي حكومت د سېلاب ځپلو مرستې لپاره په زړه پورې كار كوي ٬ په دې د دوي مننه كوٶ٬ خو د اولس ستونزې دومره زياتې …
پاك پوځ، صوبائي او وفاقي حكومت د سېلاب ځپلو مرستې لپاره په زړه پورې كار كوي٬ د مرستې لا اقدامات ته اړتيا ده۔ بيرسټر ګوهر

مزید خبریں
پېښور 20 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر علي خان وئيلي دي صوبه اوسنو سېلابونو كښې ډېره ځپلې شوې او يو شمېر سيمې اوس هم ستونزو سره مخ دي۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل پاك پوځ، صوبائي او وفاقي حكومت د سېلاب ځپلو مرستې لپاره په زړه پورې كار كوي ٬ په دې د دوي مننه كوٶ٬ خو د اولس ستونزې دومره زياتې دي چې د مرستې لا اقدامات ته اړتيا ده۔ بيرسټر ګوهر ووئيل په ضلع بونير كښې اوس هم د سلو نه زيات كسان بې دركه دي او هلته مېشته د اقليتي ورورولۍ كورونو ته هم سخت زيان رسېدلے دے، اولس ته غږ كوٶ چې ھغوي د زړه د اخلاصه د سېلاب ځپلو مرسته وكړي دغسې چې په دې سخت وخت كښې د ځپلو كورنيو ته سهارا وركړې شي۔











