پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ريليف ٬ بحالۍ او آبادۍ خصوصي مرستيال ملك نېك اېم خان داوړ د سېلاب ځپیليو مرستې په لړ كښی د صوابۍ ضلعې دوره وكړه ۔ د ريليف څانګې وياند له مخې خاص مرستيال په ډپټي كمشنر آفس كښې ضلعي انتظاميې سره غونډه كښې ګډون وكړو او د اوسنيو بارانونو او سېلاب صورتحال په اړه يۍ بريفنګ واخست۔ ده ریسکیو …
د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی خاص مرستيال د سيلاب ځپليو مرستې له د صوابۍ او سوات دوره ٬ انتظاميې ته د الرټ پاتې كيدو هدايت

مزید خبریں
پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ريليف ٬ بحالۍ او آبادۍ خصوصي مرستيال ملك نېك اېم خان داوړ د سېلاب ځپیليو مرستې په لړ كښی د صوابۍ ضلعې دوره وكړه ۔ د ريليف څانګې وياند له مخې خاص مرستيال په ډپټي كمشنر آفس كښې ضلعي انتظاميې سره غونډه كښې ګډون وكړو او د اوسنيو بارانونو او سېلاب صورتحال په اړه يۍ بريفنګ واخست۔ ده ریسکیو 1122، پی ډی اېم اے او د سول ډیفنس ډلو ته د لا الرټ پاتې كېدو هدايت وكړو دغسې چې په كوم هم بېړني صورتحال په وخت قابو وموندلے شي۔ ملک نېک اېم خان داوړ د ریسکیو 1122 هېډکوارټر مېنګورې او ضلعي دفتر هم دوره وكړه چرته چې ده ته اېمرجنسی آفیسر رفیع اے مروت د رېسکیو فعاليتونو ، ځپليو ته د وركړې كېدونكو طبي مرستې او ريليف آپرېشنز په اړه بريفنګ وركړو۔ خاص مرستيال په پېشه ورو صلاحيتونو ٬ د عصري ټېكنالوجۍ په كارولو او اېمرجنسی کال هېنډلنګ سسټم د اطمينان څرګندونه كولو سره په غوره كاركردګۍ رېسكيو اهلكارو ته شاباسې وركړو۔ ده د اېمبولېنس، فائر وهیکلز او واټر ریسکیو ګاډو معائنه هم وكړه او د رېسکیو 1122 سوات كاركردګي يۍ وستائله۔ ملک نېک اېم خان داوړ ووئيل رېسکیو اهلکار د اولس د ځان او مال اصل محافظ دي۔ ده باور وركړو چې رېسکیو 1122 لا فعاله او مضبوطولو له به حكومت ټول ګامونه پورته كوي دغسې چې اولس ته په وخت او معياري خذمات ورسولې شي۔











