پاكستان شاهينز ميلبرن رينيګيډز ته په 73 رنز ماتې وركړه

ډارون۔18اګست(اے پی پی) ټاپ اېنډ ټي 20 سیریز كښې پاكستان شاهينز مېلبرن رېنېګېډز ته په 73 رنز ماتې وركړه ۔ عبدالصمد 50 رنز سكور وكړو او د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ په درې مېچونو كښې دا د شاهينز دويمه كاميابي ده۔ د ګل په ورځ په ډارون كښې شوي د سيريز په 15 م مېچ كښې مېلبرن رینیګیډز ټاس ګټلو سره د فيلډنګ پرېكړه وكړه۔ پاكستان شاهينز …

ډارون۔18اګست(اے پی پی) ټاپ اېنډ ټي 20 سیریز كښې پاكستان شاهينز مېلبرن رېنېګېډز ته په 73 رنز ماتې وركړه ۔ عبدالصمد 50 رنز سكور وكړو او د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ په درې مېچونو كښې دا د شاهينز دويمه كاميابي ده۔ د ګل په ورځ په ډارون كښې شوي د سيريز په 15 م مېچ كښې مېلبرن رینیګیډز ټاس ګټلو سره د فيلډنګ پرېكړه وكړه۔ پاكستان شاهينز په ټاكلې 20 اورز كښې د 5 وكټو په زيان 178 رنز جوړ كړل۔ عبد الصمد په زړه پورې بېټنګ كولو سره په 63 بالونو 110 رنز جوړ كړل په كومو كښې چی 6 چھکې او دومره چوكې شاملې وې۔ كپتان عرفان خان 23 او اېم فائق 21 رنز جوړ كړل۔ د هدف په تعاقب كښی د مېلبرن رینیګیډز ټوله لوبډله په 19.2 اورز كښې 105 رنز باندې آؤټ شوه۔ جوشوآ براؤن 36 رنز سره ښه پېټسمېن پاتې شو۔ د پاكستان لخوا معاذ صداقت درې او فېصل اكرم دوه لوبغاړي آؤټ كړل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پاكستان شاهينز به د سيريز راروان مېچ د اګست په 19 مه نېټه د كنګز مېن په ضد كوي