پينډۍ 18 اګست (اے پي پي) پاك فضائیه د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو كښې معاونت كولو سره 48 ټنه امدادي سامان د ایئر ایګل بی۔737 الوتكي د لارې کراچۍ څخه پېښور ته رسولے دے ۔د ګل په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوي بيان له مخې د طبعي آفت په وخت د قام په غږ لبیك وئيلو سره پاك فضائیه …
پاك فضائیه د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستې هلو ځلو كښې برخه اخلي ، 48 ټنه امدادي سامان کراچۍ څخه پېښور ته ورسولے شو

مزید خبریں
پينډۍ 18 اګست (اے پي پي) پاك فضائیه د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو كښې معاونت كولو سره 48 ټنه امدادي سامان د ایئر ایګل بی۔737 الوتكي د لارې کراچۍ څخه پېښور ته رسولے دے ۔د ګل په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوي بيان له مخې د طبعي آفت په وخت د قام په غږ لبیك وئيلو سره پاك فضائیه د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو كښې بشپړه معاونت وكړو ۔په دې لړ كښې د يوې این جي او تر سيوري لاندې په مجموعي توګه 48 ټنه امدادي سامان د ایئر ایګل بی۔737 الوتكي د لارې کراچۍ څخه پېښور ته رسولے شوے۔د يو هوائي پل جوړولو سره پاك فضائیه د بونیر او شانګله سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو كښې د برخي په توګه پكار سامان رسول باوري كړو ۔د ضروري خشك راشن کھیپ ځپلو كورنيو كښې د نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی سره د رابطې د لارې وركولې شي۔د انساني همدردۍ مشن د پاکستان ایئر فورس نه يواځې د هېواد د فضائی پولو حفاظت له بلكه د بحران په وخت د هېواد وګړو په وخت مرستې كولو كښې هم د قام سره اوږه په اوږه د اودريدو د مستقل عزم عکاسي کوي











