پېښور 15 اګست (اے پي پي) باجوړ كښې د بارانونو څخه ځپلو سيمو لپاره د مرستې سامان وړونكې د صوبائي حكومت ايم آئي 17 چورلكه د خراب موسم له امله رانسكور شوې ده ۔د وزيراعلٰی هاؤس پېښور وياند له مخې د كے پي كے وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ووئېل د دې افسوس ناكې پېښې په نتيجه كښې د دوو پائلټونو پشمول د عملې پنځه كسان شهيدان شوي٬صوبائي حكومت سبا …
باجوړ لپاره د مرستې سامان وړونكې چورلكه د خراب موسم له امله رانسكوره شوه٬پنځه كسه شهيد ان ٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير وياند

مزید خبریں
پېښور 15 اګست (اے پي پي) باجوړ كښې د بارانونو څخه ځپلو سيمو لپاره د مرستې سامان وړونكې د صوبائي حكومت ايم آئي 17 چورلكه د خراب موسم له امله رانسكور شوې ده ۔د وزيراعلٰی هاؤس پېښور وياند له مخې د كے پي كے وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ووئېل د دې افسوس ناكې پېښې په نتيجه كښې د دوو پائلټونو پشمول د عملې پنځه كسان شهيدان شوي٬صوبائي حكومت سبا د غم اعلان كړے دے۔سبا به صوبه كښې قامي بيرغ نيم كښو وي٬د پیښې ځاے ته د مرستې ډلې روانې كړی شوي۔ده ووئيل د شهيدانو مړي به سركاري اعزاز سره خاورو ته سپارلې شي۔وزيراعلٰی ووئېل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا كوو۔ده ووئيل د چورلكې عملې د نورو ځانونه بچ كولو لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه ٬دا زمونږ اصل اتلان دي۔











