پی ډی اېم اے خېبر پښتونخوا د 24 ساعتو په مهال د سېلاب له امله د شوي ځاني او مالي زيان ابتدائی رپورټ جاري كړو

پېښور 15 اګست (اے پی پی) پروونشل ډیزاسټر مینیجمنټ اتھارټی (پی ډی ایم اے) خېبر پښتونخوا د اړخه د تيرو 24 ساعتو په مهال د بارانونو او سېلاب له امله دصوبې په بېلو ضلعو كښې د شوي ځاني او مالی زيان ابتدائی رپورټ جاري كړے دے۔رپورټ له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال بارانونو او فلش فلډ له امله پېلو پېښو كښې تر اوسه 43 كسان مړه او 14 …

پېښور 15 اګست (اے پی پی) پروونشل ډیزاسټر مینیجمنټ اتھارټی (پی ډی ایم اے) خېبر پښتونخوا د اړخه د تيرو 24 ساعتو په مهال د بارانونو او سېلاب له امله دصوبې په بېلو ضلعو كښې د شوي ځاني او مالی زيان ابتدائی رپورټ جاري كړے دے۔رپورټ له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال بارانونو او فلش فلډ له امله پېلو پېښو كښې تر اوسه 43 كسان مړه او 14 ژوبل شوي دي ۔په حق رسيدلو كښې 33 نارينه، 2 ميرمنې او 8 ماشومان دغسې ژوبل كسانو كښې 11 نارينه، 2 ميرمني او يو ماشوم شامل دے۔بارانونو او سېلاب له امله تر اوسه رپورټ له مخې په مجموعی توګه 30 كورونو ته زيان رسيدلے دے چې پكښې 25 كورونو ته جزوی زيان رسيدلے او 5 كورونه په بشپړه توګه تباه شوي دي ۔پی ډی ایم اے رپورټ له مخې د بارانونو دا سلسله به تر 21 اګست روانه وي

مزید خبریں