ټرینیډاډ 09 اګست (اے پي پي) پاکستان په وړومبي یوه ورځني ميچ کښې په پنځو ویکټو سره ویسټ انډیز له ماتې ورکړې، او په سيريز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه كړې۔ ډیبیو کونكې بیټر حسن نواز 63 رنز جوړولو سره كاميابۍ كښې مهم كردار ترسره كړې۔ ټرینیډاډ كښې شوې میچ كښې ټاس ګټلو سره د فیلډنګ پريكړه د پاکستان په حق كښې ښه ثابت شوه ۔ ویسټ انډیز ډلي …
پاکستان په وړړمبي یوه ورځني ميچ کښې ویسټ انډیز له ماتې ورکړو
ټرینیډاډ 09 اګست (اے پي پي) پاکستان په وړومبي یوه ورځني ميچ کښې په پنځو ویکټو سره ویسټ انډیز له ماتې ورکړې، او په سيريز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه كړې۔ ډیبیو کونكې بیټر حسن نواز 63 رنز جوړولو سره كاميابۍ كښې مهم كردار ترسره كړې۔ ټرینیډاډ كښې شوې میچ كښې ټاس ګټلو سره د فیلډنګ پريكړه د پاکستان په حق كښې ښه ثابت شوه ۔ ویسټ انډیز ډلي 49 اوورز كښې 280 رنز جوړولو سره آؤټ شوي۔ ایون لوئس 60، شائی هوپ 55 او روسټن چیز 50 رنزونه جوړ كړې۔د پاکستان د اړخه شاهین آفریدی څلور او نسیم شاہ درې لوبغاړي آؤټ كرې۔ځواب كښې پاکستان د 281 رنزونو هدف 48۔5 اوورز كښې د 5 وکټو په زيان ترلاسه كړي۔ 180 مجموعی سکور 5 وکټي پريوتو نه پس حسن نواز او حسین طلعت ذمه واره بیټنګ كړې او 101 رنزونه ئې جوړ ګړي۔ حسن نواز 3 چھکو او 5 چوکو سره 63 رنزونه جوړ كړي دغسې حسین طلعت 41 رنزونو سره ناټ آؤټ پاتې شوے۔ کپتان محمد رضوان 53 او بابر اعظم 47 رنزونو اننګز کړې۔د ویسټ انډیز د اړخه شمار جوزف دوه لوبغاړي آؤټ كړې۔










