اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د پاكستان او عمان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په ګډ مذهب ٬ كلتور او اقدارو اډانه دي٬ دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې به لا پراخا كول وي٬ د آئي ټي ٬تعميرات ٬ روغتيا ٬ فوډ سكيورټي او توان څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكانات دي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا …
پاك – عمان اړيكې په ګډ مذهب ٬ كلتور او اقدارو اډانه دي : صدر آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د پاكستان او عمان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په ګډ مذهب ٬ كلتور او اقدارو اډانه دي٬ دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې به لا پراخا كول وي٬ د آئي ټي ٬تعميرات ٬ روغتيا ٬ فوډ سكيورټي او توان څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكانات دي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت آصف علي زرداري د عمان سفير فهد سلېمان خلف الخاروصي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې صدر مملكت سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي او د ورورلۍ اړيكو ته د لا ودې وركولو عزم پخلي سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او توان په څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع صدر مملكت ووئيل د پاكستان او عمان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په ګډ مذهب ٬ كلتور او اقدارو اډانه دي٬ دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې به لا پراخا كول وي٬ د آئي ټي ٬تعميرات ٬ روغتيا ٬ فوډ سكيورټي او توان څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكانات دي۔ ده زياته كړه چې د حكومتي او نجي څانګې نزدې تړون سره به معاشي او تجارتي همكاري لا سوا شي۔ صدر مملكت د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي لپاره د پاكستان په ملاتړ كولو د عمان مننه وكړه۔










