د مشاق الوتكي پېښه كښې د شهيد ميجر حسنين او کيپټن عبدالصمد د جنازې مونځ ادا كړے شو،  د وزيراعظم او سرلښكر ګډون

پيندۍ 13 اکتوبر  (اے پي پي) کوئټې سره نزدې  د مشاق تربيتي الوتكي په پېښه كښې د شهيد ميجر حسنين شهزاد همايون او کيپټن عبدالصمد د جنازې مونځ چکلاله ګيريژن پينډۍ كښې ادا كړے شو۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) له مخې په 12 اکتوبر کوئټه كښې د نوي  کلي سره نزدې د تربيتي پرواز په مهال رامخې ته شوې پېښه كښې دواړه بهادر افسران …

پيندۍ 13 اکتوبر  (اے پي پي) کوئټې سره نزدې  د مشاق تربيتي الوتكي په پېښه كښې د شهيد ميجر حسنين شهزاد همايون او کيپټن عبدالصمد د جنازې مونځ چکلاله ګيريژن پينډۍ كښې ادا كړے شو۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) له مخې په 12 اکتوبر کوئټه كښې د نوي  کلي سره نزدې د تربيتي پرواز په مهال رامخې ته شوې پېښه كښې دواړه بهادر افسران شهيدان شوې وؤ۔د هغوي د جنازې مونځ كښې وزيراعظم شهباز شريف، سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار،د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د دفاع سيکرټري ، د آئي ايس پي آر ډي جي ،کمانډر نيشنل سټريټجك کمانډ، اعليٰ سول و عسکري چارواكو او د شهيدانو كورنيو په ګڼ شمير ګډون وكړو۔د آئي ايس پي آر له مخې د پاکستان وسله وال ځواكونه او ټول قام په هېواد د خپل ځان قربانوونكو ميړنو عسكرو عظيمو قربانيو ته سلام او د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوي۔د هېواد دفاع لپاره د دغه افسرانو شجاعت، مينه او غير متزلزل تړون به عمر له ياد ساتلے شي۔ دواړه شهيدان به بشپړ پوځي اعزاز سره خپلو كلو كښې خاوري ته سپارلې شي۔

مزید خبریں