وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د اروپائي ائتلاف د داخله چارو او مائيګرېشن كمشنر ميګنس برونر وليدل، د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د مائيګريشن او موبلټي په څانګو كښې د مرستې په قوي كولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د غېر قانوني هجرت مخنيوي او انساني قاچق خاتمې لپاره د قانون سازي په اصلاحات، اداره جاتي استحکام، موثر کارروائۍ او د نړيوالې مرستې د لارې د پاکستان په مسلسل هلو ځلو رڼا اچولو سره ووئيل  د پاکستان هنر مند کارکنان او پيشه ورو لپاره قانوني لارې پرانستلو سره به كه يو خوا د اروپائي هېوادونو لېبر ماكيټ ضرورت …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د غېر قانوني هجرت مخنيوي او انساني قاچق خاتمې لپاره د قانون سازي په اصلاحات، اداره جاتي استحکام، موثر کارروائۍ او د نړيوالې مرستې د لارې د پاکستان په مسلسل هلو ځلو رڼا اچولو سره ووئيل  د پاکستان هنر مند کارکنان او پيشه ورو لپاره قانوني لارې پرانستلو سره به كه يو خوا د اروپائي هېوادونو لېبر ماكيټ ضرورت تر سره شي نو بلخوا به د غېر قانوني طريقو او قاچاق خطرو كښې هم كمے راشي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ ​اروپائي ائتلاف لپاره د داخله چارو او مائيګرېشن کمشنر ميګنس برونر وزيراعظم محمد شهباز شريف سره وليدل۔ په ​ملاقات كښې د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د هجرت (مائيګريشن) او تګ راتګ (موبلټي) په څانګو كښې د  مرستې په قوي كولو خبرې وشوې كوم چې د پاکستان-اروپائي ائتلاف د سټريټجک انګيجمنټ پلان 2019 د اتو مهمو ستنو كښې يوه ده ۔ کمشنر برونر ته د پاكستان په وړومبۍ دوره هركلې وئيلو سره وزيراعظم اروپائي ائتلاف سره د پاکستان د شراکت دارۍ په اهميت رڼا واچوله۔ ده د پاکستان-اروپائي ائتلاف سټريټجک انګيجمنټ پلان په ټولو څانګو كښې مرستې لا قوي كولو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔​ وزيراعظم د غير قانوني هجرت مخنيوي او د بشري قاچاق خاتمې لپاره د قانون سازۍ په اصلاحات، اداره جاتي استحکام، موثر کارروائۍ او د نړيوالې مرستې د لارې د پاکستان د مسلسل هڅو ذكر وكړو۔​کمشنر برونر د پاكستان حکومت د اقدامات او د مرستې ستائنه وكړه۔ ده باور څرګند كړو چې دا هڅې به د قانوني هجرت لارې پرانستلو او د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه په شريكه ګټھ اډانه ليبر موبلټي (ملازمت لپاره هجرت) ته ودې وركولو كښې مثبت كردار ولوبوي

مزید خبریں