اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد يو هېواد كښې دوه بيلي پاليسۍ نه شي چلېدې،وفاقي حكومت د ترهه ګرۍ په ضد د متفقه تګلارې لپاره ډېرې هڅي كړي ، وفاقي حكومت په خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) او صوبائي حكومت سره څو وارې …
د ترهه ګرۍ په ضد يو هېواد كښې دوه بيلي پاليسۍ نه شي چلېدې،وفاقي حكومت د ترهه ګرۍ په ضد د متفقه تګلارې لپاره ډېرې هڅي كړي۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ د غير ملكي ميډيا استازو ته بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد يو هېواد كښې دوه بيلي پاليسۍ نه شي چلېدې،وفاقي حكومت د ترهه ګرۍ په ضد د متفقه تګلارې لپاره ډېرې هڅي كړي ، وفاقي حكومت په خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) او صوبائي حكومت سره څو وارې د خبرو اترو د لارې د متفقه تګلاري خپلولو هڅه كړې خو وزيراعلیٰ دغې ته غاړه نه ایښوده ، په تيرو 6 كلونو كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې نزدې 11 چنده زياتوالے راغلے ،كال 2025ء كښې د ترهه ګرۍ 3,774 پېښې رپورټ شوي دغسې تر ستمبر 2026ء په مهال 2,857 پېښې رامخې ته شوې دي ،ده پوښتنه وكړه چې د قومي مالياتي كميشن (اين ايف سي) ترمخه خېبر پښتونخوا حكومت له وركړې شوې نزدې 800 اربه روپۍ چرته مصرف شوي؟ دا وسائل د ترهه ګرۍ مخنيوي محكمې، د سيف سټي كيمرو، فرانزك ليبارټريو او پوليس له جديد آلات وركولو لپاره ولې نه دي خرڅ شوي؟ خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ له امله اولس په خاص توګه پوليس ډېر زيان پورته كړے دغسې په صوبه كښې د حكمرانۍ او بنيادي اولسي خدمات وركولو نظام ځپلے شوے ،د خېبر پښتونخوا نوي مشاورتي كونسل كښې د ترهه ګرۍ كوم همدرد نشته،د كونسل غړي به تعليمي اعتبار، پيشه وره اهليت او د اولسي خدمات په اړه تجربه لرونكي دي۔ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د غير ملكي ميډيا استازة له بريفنګ كښې وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل وفاقي حكومت د پي ټي آئي او خېبر پښتونخوا حكومت سره د ترهه ګرۍ په ضد اقدامات له اتفاق پيدا كولو ته څو وارې د خبرو هڅه كړې، زمونږ يوه غير سياسي تګلاره وه چې د ترهه ګرۍ په ضد متحده او متفقه پاليسي اختيار كړې شي ځكه چې وفاقي حكومت غوښتل چې د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام او ټول حكومتونه يوه شريكه تكلاره خپله كړي۔ده ووئيل هېواد كښې داسې حكومت نه شي راتللے چې د ترهه ګرو خواخوږي او ولري او مرستياله وي او يا داسې پاليسۍ خپلي كړي چې ورسره ترهه ګرو ته د خپلو هلو ځلو روانو ساتلو موقع ترلاسه شي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل يو هېواد كښې دوه خارجه پاليسۍ نه شي كيدے، يو پلو پاكستان د افغانستان په اړه خبرې او سفارتي هڅي كوي او غوښتنه كوي چې هلته د ترهه ګرو محفوظ پټن ځايونه ختم كړے شي او عبوري افغان حكومت د باور وړ اقدامات وكړي دغسې چې افغان خاوره په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونو لپاره ونه كارولې شي بل پلو صوبائي حكومت د عبوري افغان حكومت په اړه جلا پاليسي لري۔ده پوښتنه وكړه چې د ترهه ګرۍ په ضد يو هېواد كښې دوه بيلي پاليسۍ څنګه كيدې شي ؟ ده ووئيل آئين جوړونكو په آئين كښې اړوند دفعات د داسې حالاتو مخنيوي لپاره شامل كړي وؤ لهٰذا پورته كړي ګامونه د 1973ء آئين ترمخه په قانوني ډول سم دي۔ عطاء الله تارړ ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د واكمنۍ نظام مفلوج شوے ؤ او د امن و امان صورت حال ډېر خراب ؤ، داسې د باور وړ اطلاعات موجود دي چې كومو سيمو كښې ترهه ګر فعاله دي هلته د سياسي ګوندونو استازو له د محفوظ پاتي كيدو يا د تللو اجازه نه وه دغسې د پي ټي آئي مارچ دغه سيمو څخه د ترهه ګرو تنظيمونو سره د رابطه كارۍ نه پس تير شوے او هغوي له ئې محفوظ لاره وركړې ۔ده پوښتنه وكړه چې داسې څنګه ممكن شوې ؟ وفاقي وزير ووئيل د ترهه ګرۍ هلي ځلي زياتي شوي دغسې د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره قومي مالياتي كميشن د لارې د خېبر پښتونخوا حكومت ته تر اوسه نزدې 800 اربه روبۍ وركړې شوي، ده پوښتنه وكړه چې دومره زياتي روپۍ د ترهه ګرۍ مخنيوي محكمې (سي ټي ډي) مؤثره كولو، د سيف سټي كيمرې لګولو ، د تشدد لرونكې انتها خوښۍ په ضد مؤثر بيانيه جوړولو، فرانزك ليبارټري جوړولو او پوليس له جديد آلات په وركولو ولي نه دي خرڅ شوي؟ ده ووئيل څو اوونۍ وړاندې ما د كوهاټ دوره كړې چرته چې د ترهه ګرۍ پېښه رامخې ته شوي وه، ما روغتون كښې د ژوبل كسانو سره ملاقات كړے او د شهيدانو كورنو ته هم تللے ووم۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د هر ممكن ډول ترهه ګرۍ خاتمه غواړي، د زياتو ستونزو او تكليفونو باوجود د ژوبل كسانو عزم او حوصله كښې كوم كمې نه دې راغلے،دغسې ترهه ګرۍ د هغوي ژوند او روزګار ځپلے دے۔ وفاقي وزير ووئيل د طالبانو د حقيقي اسلام سره هيڅ تعلق نشته، طالبان خېبر پښتونخوا كښې داسې نظام غواړي چې پكښې ميرمنو له د تعليم ترلاسه كولو حق ورنه كړے شي او دا هغه نظريه ده كومي ته چې وده وركړې كيده۔ ده پوښتنه وكړه چې د اولس د مال او ځان حفاظت او صوبه كښې د امن و امان برقراره ساتلو ذمه وار حكومت د ترهه ګرو سره په ګډه د هغوي هلو ځلو ته څنګه وده وركولې شي؟ده ووئيل صوبه كښې سياست، ترهه ګري او د جرمونو ترمينځه ښكاره تعلق موجود ؤ ، كان كني، معدنيات، لرګي ، تمباكو، سره او د قيمتي كاڼو تجارت جاج كه واخستلے شي نو د پولي پوري غاړې قاچاق تر نظره كېږي او ترهه ګرو له ښكاره حكومتي سرپرستي او سهولت وركړے كيږي۔ عطاء الله تارړ ووئيل كوهاټ ته د تللو په مهال په لاره كښې يو پټرول پمپ كښې د وزيراعظم فيول ريليف سكيم ترمخه د رجسټريشن جاج واخستلے شو نو هلته زياتره د موټر سائيكلو او ګاړو رجسټريشن نه ؤ ۔ده پوښتنه وكړه چې د پي ټي آئي حكومت په تيرو 13 نيمو كلونو په مهال د دغه ګاړو رجسټريشن ولي نه دې كړے ؟ ۔ده ووئيل دغه هلي ځلي په يو وخت رواني وي او د حكمرانۍ نظام په بشپړ ډول ناكامه شوے ؤ ۔ده ووئيل صوبه كښې نه د تعليم څانګه كښې اصلاحات شوي ، د صحت په څانګه كښې ښه والے راغلے او نه اولس له بنيادي سركاري خدمات وركړے شوي ، د صوبې اولس ډېرې ستونزې برداشت كړي او څو لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي اوس هغوي دغه جنګ كښې كاميابي ترلاسه كول غواړي خو بل پلو داسې حكومت موجود ؤ چې د پاليسو او اقدامات په نتيجه كښې ترهه ګرو له آزادي وركړې شوې ٬ په خاص توګه جنوبي ضلعو كښې ترهه ګر په غير رسمي توګه د انتظامي ډھانچې برخه وو۔ وفاقي وزير ووئيل صوبائي حكومت د ترهه ګرو په ضد د قانون له مخې كارروائي كولو له چمتو نه وو،په ګڼو موقعو د صوبائي حكومت د اړخه ترهه ګرو لپاره د همدردۍ څرګندوني رامخې ته شوي ، وفاقي حكومت د هغوي پوهه كولو او د دليل د لارې قائل كولو هڅه كړې او په آخر كښې يوې لوظ نامې ته اتفاق هم راغلے ؤ خو وزيراعلیٰ هغه مسترد كړه، ده ووئېل وزيراعلیٰ د ترهه ګرۍ په ضد پاليسي او كارروائي لپاره چمتو نه ؤ او د ترهه ګرۍ مخنيوي كوټلي پاليسي په نافذولو راضي نه وو۔د اطلاعات وزير ووئيل هېواد كښې قومي ايكشن پلان شته او په دې لړ كښې د اعلیٰ پائې كمټيو غونډي هم شوي،دغسې دا پوښتنه كوو چې خېبر پښتونخوا كښې د دغه اعلیٰ پائې غونډو كولو څخه ولي ډډه شوي ؟ په دې معامله ښكاره تضاد لرلے كېدو






