اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په اروپا كښې د پاكستان كاركنانو او پېشه ورو لپاره د قانوني اېمرېشن په زياتو موقع وركولو زور راوړلو سره ووئيل د غېر قانوني مائيګريشن لاره نيولو لپاره د پاکستان مسلسل هلو ځلو سره د قانوني مائيګريشن لارو كښې پراختيا، د هنرمند افرادي قوت تګ راتګ او اورپائي ائتلاف سره منظم مرستې ته هم وده وركول پكار ده۔ …
صدر مملکت آصف علي زرداري سره داخله چارو لپاره اروپائي كمشنر ميګنس برونر وليدل، صدر په اروپا كښې د پاكستان كاركنانو او پېشه ورو لپاره د قانوني مائيګريشن په زياتو موقع وركولو زور راوړو

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په اروپا كښې د پاكستان كاركنانو او پېشه ورو لپاره د قانوني اېمرېشن په زياتو موقع وركولو زور راوړلو سره ووئيل د غېر قانوني مائيګريشن لاره نيولو لپاره د پاکستان مسلسل هلو ځلو سره د قانوني مائيګريشن لارو كښې پراختيا، د هنرمند افرادي قوت تګ راتګ او اورپائي ائتلاف سره منظم مرستې ته هم وده وركول پكار ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده داخله چارو لپاره اروپائي كمشنر ميګنس برونر سره كړې چا چې دوي سره په ايوان صدر كښې د نهې په ورځ وليدل۔ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د پاکستان او اروپائي اېتلاف اړيكو، د كډې كولو انتظام، د بشري قاچاق او د وطن پړیښودونكو د غېر قانوني قاچاق مخنيوي لپاره په مرسته او د قانوني مائيګريشن سهولت وركولو په موقع د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاکستان اروپائي ائتلاف سره په پراخه بنيادونو مرستې ته ډېر اهميت وركوي او پاکستان-اروپائي ائتلاف ستراتېژك انګيجمنټ پلان عملدرآمد لپاره عزم لري ۔ په دې موقع د اروپائي اېتلاف پاكستان كښې سفير رائمونډاس کاروبلس، د ډائريکټوريټ جنرل مائيګريشن اينډ هوم افيئرز ډائريکټر هنريك نيلسن، ګريګوريوس ډيلاويکوراس او کمشنر ميګنس برونر د کابينې غړې لوکاس ګاسنر هم دوي سره ٶ۔ دغسې د داخله چارو وفاقي وزير سيد محسن رضا نقوي، د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري، سينيټر شېري رحمان، سينيټر سليم مانډوي والا او نويد قمر هم موجود وٶ










