کشمیر د پاکستان شه رګ دے، د مودي سرکار غیر قانوني اقدام نړۍ مسترد کړے دے۔ د كشمير کمیټۍ چيئرمېن رانا قاسم نون

اسلام آباد 5 اګست (اے پي پي ) د كشمير كمېټۍ چیئرمېن رانا قاسم نون وئېلې دي په 5 اګست 2019ء مودي سرکار چې كوم غیر قانوني او غاصبانه اقدام کړے هغه د تاريخ هغه تور باب دے د كوم چې مونږ سخته غندنه كوو۔ د كشمير استحصال ورځ په موقع د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل دا به ورځ به په تاريخ كښې د …

اسلام آباد 5 اګست (اے پي پي ) د كشمير كمېټۍ چیئرمېن رانا قاسم نون وئېلې دي په 5 اګست 2019ء مودي سرکار چې كوم غیر قانوني او غاصبانه اقدام کړے هغه د تاريخ هغه تور باب دے د كوم چې مونږ سخته غندنه كوو۔ د كشمير استحصال ورځ په موقع د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل دا به ورځ به په تاريخ كښې د ګولډن باب په توګه يادېږي كله چې د پاکستان قام کشمیریانو سره د يووالي بې مثال څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل کشمیر د پاکستان د تکمیل نامکمل باب دے، تر څو چې کشمیر د پاکستان برخه جوړه نشي تر ھغې د پاکستان تکمیل ممکن نه دے۔ ده په سپينو ټكو ووئيل كه هند پاكستان ته په خېرنو سترګو وكتل نو بشپړ ځواب به وركولې شي۔ د كشمير کمیټۍ چيئرمېن ووئيل د پاکستان ټول قام د كشمير وروڼو خوېندو سره ولاړ دے او دوي به كله هم يوازې نه پرېږدي، مونږ به په هر فورم د هند غېر قانوني اقدامات په ډاګه كوٶ او د كشميريانو د خپلواكۍ حق به بشپړ ملاتړ جاري ساتو۔

مزید خبریں